د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشر ولکر ټرک ویلي په غزه کې جنګ ختمول او په سیمه کې په پراخه کچه د شخړې مخنیوی "بېړنۍ ترجیح" ده.
ټرک د ګل، دوشنبې، په ورځ په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو د هیومن رایټس کاونسل یا د انساني حقونو شورا غونډې ته وویل دا معلومه خبره ده چې که چېرې اسباب يې ختم نه کړی شي نو جنګونه اینده نسلونو ته خورېږي او دا ډول يې دا لړۍ دوام لري او د افسوس خبره دا ده چې په غزه کې جنګ هم د دې خبرې یو اصلي مثال دی.
ټرک په اسرایل د بوږنونکي حملې، د غزه د یو اشاریه نهه مېلین اوسېدونکو د بې کوره کېدو، د ۱۰۱ اسرایلي یرغمالانو د وژل کېدو، د خونړیو او د تباه کن عملیاتو او په وېسټ بېنک کې د خرابېدونکو حالاتو ذکر هم وکړو.
د اسرایل پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ خبر ورکړو چې تېره شپه يې په جنوبي لبنان کې ودانۍ او هغه ځای په هدف کړی چې حزب الله ترې حملې کوي. په غزه کې د جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایل او حزب ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه فريقېن په یو بل حملې کوي.
په شام کې سرکاري مطبوعاتو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په مشکوکو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۰ نور زخمیان شوي دي.
د رپورټ ترمخه، په مبینه اسرایلي حملو کې په مرکزي شام کې عسکري تنصیبات په نخښه شوې دي.
اسرایل په شام کې د حملې په اړه څه نه وايي خو دا خبره کوي چې په شام کې د ایران د موجودګۍ اجازت به نه ورکوي. شام حزب الله ته د ایران د وسلو بنیادي لاره ګڼل کېږي.
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اتوار، یکشنبې، په ورځ لوظ وکړو چې په غزه کې د حماس خلاف جنګ ته به دوام ورکوي او ویې وېل د ایران په مشرۍ کې خونړۍ نظریه یې د ملک نه چاپېره ده.
په تېرو څو ورځو کې د نېټن یاهو د جنګ د تګلارې، حماس سره په ډزبندۍ کې د ناکامۍ او د حماس د ولکې نه د یرغمالانو تر اوسه د نه ازادېدو په سر په اسرایل کې د اسرایلي وزیراعظم خلاف مظاهرې شوې دي. امریکې، برطانیي او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
نېټن یاهو وویل د اسرایل د شهریانو اکثریت خبر دي چې حکومت د حماس ختمولو، یرغمالانو ستنولو او دا خبره یقیني کولو ته ته ژمن دی چې د غزه نه اسرایل ته بیا خطر راپورته نه شي او د غزه خلک په امن کې کورونو ته ستانه شي.
په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل دحماس د حملې نه شروع شو. په اسرایل حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور حماس یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل په پوځي عملیاتو کې د ۴۰۹۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. د اسرایل پوځ وايي په غزه کې په زرګونو وسله والو هم وژل شوي دي.
امریکا، مصر او قطر د تېرو څو میاشتو راهسې د اسرایل او د حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمالانو د ازادۍ دپاره کوښښونه کوي خو مذاکرات تراوسه نه دي کامیاب شوي.