ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل په لبنان کې په د مواصلاتو په لاسي الاتو کې چاودندنې ممکنه ده چې جنګي جرم وي او د بېروت اعلا سفارتکا په اسرایل د چاودنو الزام ولګولو او دا یې د ترهګرۍ حمله وبلله.
بلخوا، د اسرایل پوځ وویل خواکونو يې د جمعې په ورځ د بېروت په مضافاتو کې په هوايي حمله کې د حزب الله یو کمانډر ووژلو. د لبنان د صحت چارواکو وويل په حمله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شوو او په لسګونو نور کسان زخمیان شول.
په لبنان کې د مواصلاتو په الاتو، پېجرو او وایرلسو، کې د چاودنو په اړه د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشر ولکر ټرک د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل ته د جمعې په ورځ وویل نړیوال بشري قانون د داسې ډول شیانو استعمال منع کوي چې په ظاهره بې ضرره ښکاري.
ټرک د لبنان په صورتحال د سېکیورټي کاونسل بېړنۍ غونډې ته وېنا کوله چې د الجزایر په غوښتنه رابلل شوي وه.
د دې هفتې د نهې، سه شنبې، او د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ایران حمایت یافته ډلې حزب الله د غړو په استعمال کې په پېجرو او وایرلسو کې چاودنو دلاسه لږ تر لږه ۳۷ کسان ووژل شوو او قریباً ۳۰۰۰ نور زخیمان شول.
په پېجرو او وایرلسو کې چاودنې په داسې حال کې وشوې چې استعمالوونکي يې په بازارونو کې وو، په لارو کوڅو کې روان وو او ځینې په کې په جنازو کې شریک وو.
ټرک وویل ملکي خلک په ویره کې متبلا کول جنګي جرم دی. هغه غوښتنه وکړه چې په دې لړ کې د بې طرفه، سخت او شفاف تحقیقات وکړی شي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وویل دا حملې په جنګبازۍ کې نوی پرمختګ ښيي چې د مواصلاتو الاتو ته هم وسله وجوړېدلی شي.
د لبنان سفارتکار عبدالله بو حبیب د سېکیورټي کاونسل غونډې ته وېنا کې حمله په جنګبازۍ کې بې مثاله، بې رحمه او دهشت کردي وبلله.
هغه وویل د دې "ترهګر جارحیت" دلارې د نړیوال بشري قانون د بنیادي اصولو خلاف ورزي وکړه. هغه اسرایل "بدمعاش" ریاست وبللو.
اسرایل په لبنان کې د چاودنو په اړه څه نه دي ویلي. په چاودنو کې د ککړتيا الرامات یې نه رد کړي او نه هم منلي دي. اسرایلي چارواکو دا خبره کې چې د حماس خلاف جنګ به د لبنان په محاذ هم پراخوي.
د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ډېني ډېنن د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل اسرایل په لبنان کې حزب الله سره د جنګ شروع کولو اراده نه لري خو صورتحال په موجوده حال هم نه شي پرېښودی.
سېکیورټي کاونسل ته وېنا کې هغه وویل اسرایل به د هېواد په شمالي سیمو کې امنیت دپاره هر ممکن ګام اخلي.
د جمعې په ورځ په لبنان کې د اسرایل د حملې وروسته، د ملګرو ملتونو د مشر انټونیوګوټېرېس ترجمان سټفیان ډوجېرېک خبریالانو ته وویل ملګري ملتونه د تاوتریخوالي په زیاتېدو ډېر تشویش لري. هغه په ټولو فریقېنو غږ وکړو چې د زغم نه دې کار واخلي.
د لبنان سرښار بېروت د ګڼې ابادۍ په ضحیه نومې علاقه کې د اسرایلي پوځ ترجمان رېيراېډمېرېل ډېنیل هېګري وویل د حزب الله د رضوان نومې قواو کمانډر ابراهیم عقیل ووژل شو. هېګري وویل د حزب الله ۱۰ نور وسله وال هم ووژل شوو.
حزب الله د خالي، شنبې، په ورځ د عقیل د وژل کېدو تصدیق وکړو.
د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ په لبنان کې حمله د جنګ نوي مرحله ده. هغه زیاته کړه چې د خپلو شهریانو د تحفظ دپاره به اسرایل د خپلو دښمانو تعقب کوي که د بېروت په ضحیه سیمه کې هم وي.
د لبنان خارجه وزیر د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل ته وویل د جمعې په ورځ د اسرایل په حمله کې په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي. هغه وویل ۶۶ کسان زخمیان شوي هم دي.
په لبنان کې د اسرایل حمله د حزب الله او د اسرایلي ځواکونو د ترمنځ د ډزو د تبادلې برخه وه. په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې د اسرایل په شمالي سرحد د حزب الله او د اسرایلي ځواکونو ترمنځ قریباً هره ورځ انښتې کېږي.