م-م امنیتي شورا په افغانستان کې د ډزبندۍ هرکلی کړی

Taliban

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا غړو هیوادونو د افغان حکومت او طالبانو لخوا د روژې میاشتې په اخېره او د اختر په مهال اعلان شوي ډزبندۍ هرکلی کړی.

د امنیتي شورا (سېکورټي کونسل) لخوا خپور شوي یو بیان تر مخه د شورا ټول غړي هیوادونه د جون میاشتې په ۷ نېټه د افغان حکومت لخوا اعلان شوې عارضي ډزبندۍ هرکلی کوي.

د بیان تر مخه غړو هیوادونو د طالبانو لخوا د افغان حکومت په ځواب کې د اختر په مهال د دریو ورځو موقتي یا جزوي ډزبندۍ هم مننه او هر کلی کړی. په بیان کې په طالبانو غږ شوی د افغان حکومت په ځواب کې دې په مکمله توګه ډزبندي اعلان کړي.

د امنیتي شورا غړو په طالبانو یو وارې بیا غږ کړی چې د افغان حکومت د سولې وړاندېز ومني او د حکومت سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته کښېني.

د روان کال فرورۍ په میاشت کې افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني په طالبانو غږ کړی وو، تشدد او جګړه پریږدي او بغیر د څه شرطه حکومت سره د سولې خبرو ته راشي.

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا په افغانستان کې د داېمي سولې خبره هم تکرار کړې او زیاته کړې يې ده چې د افغانانو په مشرۍ کې دسولې خبرې اترې د افغانستان د اوږدې مودې راهسې روانې جګړې یواځېنی حل دی.

د بیان تر مخه کونسل دافغان حکومت د سولې هر کوښښ حمایت کوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ته يې امر کړی د افغانانو په مشرۍ او د افغان حکومت په صلا دې د سولې خبرو اترو لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي.