د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د سمدستي مرستو لیږلو غوښتنه کړې ده

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د ګل، دوشنبې په ورځ په 18 نومبر د غزې د خلکو دپاره د مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې. دوی خبرداری ورکړو چې په غزه کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

په عین حال کې امریکې د ترکي په حکومت واضحه کړې، چې د حماس سره نور داسې ډول معاملات نه شي چلېدی، دا خبره د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو مېلر د ګل، دوشنبې په ورځ په خبري غونډه کې کړې ده. امریکا حماس ترهګر تنظیم ګرځولی دی.

یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې د غزې بهر د حماس د مشرتابه لوړ پوړي غړي په وروستیو ورځو کې د قطر نه د وتلو وروسته په ترکي کې دي.

مېتهيو مېلر ويلي، "د څه حده پورې مې دغه رپوټونه ليدلي دي، چې د حماس ځینې مشران چې په قطر کې وو، اوس ترکي ته منتقل شوي دي. زه د دې خبرونو رد نه شم کولی، زه د امریکا په حواله خبره کولی شم، هغه دا چې مونږ په دې يقین نه ساتو چې د يوې ترهګرې ډلې مشرتابه چرته په ارامه اوسي".

د ترکي يوې سفارتي سرچينې د ګل په ورځ دا خبرونه رد کړي دي چې حماس خپل سیاسي دفتر ترکي ته منتقل کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یا سلامتي کونسل غونډه کې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لیمي غزې ته د "ډېرو مرستو" د زیاتوالي غوښتنه وکړه، چیرته چې د 2.3 میلینه اوسیدونکو ډیره برخه بې ځایه شوې ده، او د حماس د کنټرول لاندې صحت چارواکي وايي چې د اسرایل په بریدونو کې 43,922 فلسطینیان وژل شوي دي.


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېنډا تهامس ګرینفیلډ امنیت شورا ته وویل چې واشنګټن د فلسطین د وضعیت د ښه کولو دپاره د اسرایل هڅې د نږدې نه څاري او هره ورځ د اسرایلي حکومت سره خبرې کوي.

هغې زیاته کړه، "اسرایل باید په سمدستي توګه په غزه کې د بشري ناورین د حتمولو دپاره نور ګامونه پورته کړي."


په روانه میاشت کې د صدر جو بایډن انتظامیې دا نتیجه اخذ کړې وه چې اسرایل اوس مهال غزې ته د مرستو د بندولو هڅه نه کوي او په دې توګه د امریکا د کوم قانون سرغړونه نه کوي. خو واشنګټن دا منلې چې په غزه کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

مخکې د دې چې امریکا دا اندازه ولګوي ، اسرایل ته یې د اکتوبر په 13مه یو لیک واستاوه چې په 30 ورځو کې یې د غزې د خرابېدونکي وضعیت سره د مقابلې دپاره ګامونه پورته کول پکې ښودل شوي وو. دا خبرداری یې هم ورکړی و چې که اسرایل په دې کار کې پاتې راشي، نو د امریکا د پوځي مرستو په برخه کې به د نتیجو سره مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېنډا تهامس ګرینفیلډ وویل چې اسرایل په 15 کې په 12 خبرو عمل کوي.

ګرینفیلډ وویل: "مونږ غواړو چې په ټولو اقداماتو په مکمل ډول عمل وشي، مونږ غواړو چې هلته په بشري وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي، د مرستو ټرکونو ترڅنګ تجارتي ټرکونو ته هم په غزه کې د داخیلدو اجازه ورکړل شي، د امنیت واضعیت ښه شي، او ضروت لرونکو کسانو ته د مرستې دپاره باید په غزه کې په جګړه کې په لویه پیمانه وقفو باندې عمل وشي."


ټور وېنسلنډ په منځني ختیځ کې د سولې دپاره د ملګرو ملتونو د هڅو رابطه کار دی. هغه وویل چې په غزه کې د بشردوستانه مرستو ادارې د خطرو سره مخ دي.

په غزه کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې تیر کال (2023 ) د اکتوبر په اوومه د اسرایل په جنوبي سیمو حمله وکړه او شاوخوا 1,200 کسان یې ووژل، چې ډېر پکې ملکي وګړي وو او شاوخوا 250 یې نور یې یرغمل یووړل. حماس اوس هم شاوخوا 100 تنه یرغمل نیولي دي، چې داسۍ ګومان کیږي چې د یرغمل شوو دریمه برخه مړه شوي دي.

د اسرایل په انتقامي کاروایۍ کې، د حماس د صحت چارواکو په قول، تر اوسه څه باندې 43,922 ډیر فلسطینیان وژل شوي چې تر نیمایی زیات یې ښځې او ماشومان دی. اسرائیل دعوه لري چې په دې کې په زرهاوو کسان د حماس ډلې جنګیالي شامل دي.

امریکا حماس او حزب الله دواړه ډلې ترهګر تنظیمونه ګرځولي دي.