د ملگرو ملتونو او شامي حکومت لخوا دترسره شوې يوې سروى په حوالې ورکولو سره دملگرو ملتونو دخوراک او کرکيلې ادارې دزيارت په ورځ وئيلي دي درې ملينه شامي اولس خوراکي موادو، فصلونو او دڅاروؤ مرستې ته اړتيا لري.
د ملگرو ملتونو د خوراک او کرکيلې اداره وائي په دغه شميره کې 1.5 ملينه هاغه شامي اولس هم شامل دى چې هغوي په راتلونکو دريوؤ څخه شپږو مياشتو کې فوري خوراکي مرستې ته ضرورت لري.
ايف اى او اؤ ملگرو ملتونو د خوراک نړيوال پروگرام(ډبليو ايف پي ) په يوه گډه اعلاميه کې وئيل شوي دي چې خواؤشا يو ملين خلک فصلونو او دڅاروؤ مرستې لکه تخم، دڅاروؤ لپاره خوراک، خشاک او اوبۀ خور دپمپونو جوړولو ته اړتيا لري. دجون په مياشت کې دايف اى او، ډبليو ايف پي او شام دکرکيلې دوزارت لخوا ترسره شوې دغه سروى ترمخه دشامي ځواکونو او ياغيانو ترمينځ دروانې شخړې له امله سږ کال دکرکيلې څانگې ته 1.8 بلينه ډالر تاوان رسيدلى.
په دغو تاوانونو کې فصلونو، سبزيانو، څاروؤ او دکرکيلې نظامونو ته اوښتي زيانونه شامل دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې ددغو تاوانونو له امله تر ټولو وړاندې په هيواد کې غريب اولس اغيزمن شوى.
دمشن لخوا چې کومو غريبو کورنو سره ليدنې شوي په هغو کې زياترو دکمې امدنۍ او زياتو مصرفونو يادونه کړې او هره ورځ دهغوي ژوند نور هم گرانيږي.
بل لوري ته دشامي پوځ لخوا پايتخت دمشق سره نزدې ترسره شوې يوه کارروايۍ کې 43 کسان وژل شوي.
دبشري حقونو لپاره دشام دمبصرينو ترمخه په وژل شوؤ کې ځينې خلک دتکليف ورکولو وروستو وژل شوي دي.
يو بيان کې دبشري حقونو لپاره دشام مبصرينو وئيلي دي دشورو په ورځ شامي ځواکونو دمشق جنوب لويديز لوري ته خواؤشا 100 کسان ونيول ، هغوي يې يو سکول ته بوتلل او هلته يې ورته سزا ورکړه.
د دغو عملياتو وروستو دزيارت په ورځ د43ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي