ملگرو ملتونو د تورفهرست نه د14ؤ طالبانو نومونه لرې کړي

د جرمني سفير پيټر وټنگ چې دجولا ئي په مياشت کې دامنيتي شورا مشري کوي وائي ددغه فيصلې سره يو واضحه پيغام ليږل شوى، ملگري ملتونه او نړيواله ټولنه په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دافغان حکومت له لوري تسليم شوؤ طالبانو سره دسياسي خبرو اترو ملاتړ کوي

په افغانستان کې دامنيت د ډاډگيرنې لپاره دملگرو ملتونو امنيتي شورا دطالبانو دپخوانو 14ؤ غړو نومونه دنړيوال تنظيم له لوري دلگول شوؤ پابنديو دفهرست څخه لرې کړي دي
دنړيوال تنظيم له لوري دغه اعلان دجمعې په ورځ شوى چې دا افغان حکومت سره امن مذاکراتو کې دتندلارو دشاملولو په لوري مهم پرمختگ گرځولى شي.
له دې وړاندې افغان حکومت دملگرو ملتونو دپابنديو په څارنيزې کميټۍ ټينگار کولو چې ددغو پخوانو طالبانو نومونه دې دهاغه فهرست څڅه لرې کړل شي چې پرې قدغنونه ايښودل شوي، ددغو طالب غړو په اړه افغان حکومت باوري دى چې وسله وال فعاليتونه يې اودرولي دي.
دجرمني سفير پيټر وټنگ چې دجولا ئي په مياشت کې دامنيتي شورا مشري کوي وائي ددغه فيصلې سره يو واضحه پيغام ليږل شوى، ملگري ملتونه او نړيواله ټولنه په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دافغان حکومت له لوري تسليم شوؤ طالبانو سره دسياسي خبرو اترو ملاتړ کوي.
هغه وويل دکومو طالبانو نومونه چې دپابنديو دفهرست څخه لرې کړل شوي په هغې کې ارسلان رحماني دولت، حبيب الله فيضي، سيدالرمان حقاني او فقير محمد شامل دي چې دغه ټول دافغانستان دامن کونسل غړي دي.
نوموړي دهاغو نوروطالبانو نومونه په ډاگه نۀ کړل چې دفهرست څخه لرې کړل شوي.
دملگرو ملتونو امنيتي کونسل دجون په 17مه نيټه په افغانستان کې دجوړجاړي دهڅو ډاډگيرنې په غرض طالبانو او القاعده لپاره دقدغنونو فهرست بيل کړى ؤ.
امنيتي کونسل په متفقه توگه دوه قراردادونه پاس کړي وؤ چې يو دقدغنونو فهرست دهاغو کسانو او تنظيمونو لپاره ؤ چې القاعده سره په اړيکو لرلو تورن دي او دوهم دطالبانو ډلې سره داړيکو لرونکو کسانو لپاره ؤ.