ملګري ملتونه وایي د شام په شمال لوېدیځ کې د باغیانو او حکومت ترمنځ د وروستیو جګړو له کبله په لسګونو زره وګړي بې ځایه شوي دي چې د نړیوالې مرسته کوونکې ادارې په دې ژمي کې د خلکو کډه کېدل به مرګونې بشري نتیجې ولري.
په شام کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رابطه کار آدم عبدالمولا له دمشق څخه په ټیلیفون خبریالانو ته وویل، سختو جګړو، ډزو او هوايي بریدونو د ادلیب، حلب او حما ښارونو اوسېدونکي بې ځایه کړي دي:
"زرګونه کسان د هیواد مرکزي او سویلي سیمو ته رسېدلي خو اکثره [د جګړې] په لومړیو کرښو کې بند پاته دي او نه شي کولای د ملک په نورو خوندي سیمو کې پناه واخلي".
له یوې اوونۍ راهیسې د شام په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه هم رپوټونه ورکړل شوي دي، خو عبدالمولا وايي تر اوسه یې کره شمېره نه ده څرګنده چې څومره خلک په وژل شوي او ټپیان شوي دي.
اټکل کیږي چې د شام د حلب سیمې شمال طرف ته په تل رفعت ښار کې شاوخوا 125,000 خلک ختیځ ته د تګ په حال کې دي او ویل کېږي چې د دې شمېر دریمه برخه خلک رارسېدلي دي.
د شام لپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو رابطه کار رامانتن بالاکرشنن د اردن له سرښار عمان څخه خبریالانو ته وویل:
"تېره شپه د تر لاسه شوو وروستيو معلوماتو له مخې تر 5,000 ډېرې کورنۍ شمال ختیځې سیمې ته تللې او ور داخلې شوې دي چې پکې له 30,000 تر 40,000 پورې کسان دي".
د نومبر په 27مه د حیات التحریر الشام یا ایچ ټي ایس په مشرۍ د باغیانو د څو ډلو یو اتحاد د صدر بشارالاسد د حکومت خلاف په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوی چېلنجوونکي اقدامات پیل کړل.
دوی حلب ښار ته ننوتل چې حکومت له 2016 راهیسې نیولی وو، د شام پوځ یې حیران کړ او وروسته هوايي میدان، یوه پوځي اکېډمي او د ښار ډیره برخه ونیوله. دوی د ادلیب صوبې ښارونه او کلي هم نیولي او د سه شنبې- نهې په ورځ حما ښار ته نیزدې شوي دي.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
ایچ ټي ایس پخوا له القاعده ډلې سره تړاو درلود او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترهګرې ډلې په توګه نومولې ده. امریکې، برتانیې او یورپي ټولنې هم دغه ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړې ده.
نړیوالې مرستندویه ادارې مرسي کور اندېښنه څرګنده کړې او وایي د شام په شمال کې له تازه جګړو وروسته د ژمي په را رسېدو له حلب، ادلیب او شاوخوا سیمو په لسګونو زره کسان له خپلو کورونو څخه له لږو سامونو سره تښتېدلي دي.
د شام لپاره د مرسي کور مشر مېتیو روکوټ وایي، تازه کډه شویو خلکو له یوې لسیزې راهیسې د بې ځایه شویو کورنیو کړاوونه نور هم زیات کړي دي، ځکه چې وایي ډېری یې له پولې سره بند پاته دي او د پناه لپاره خوندي ځای نه لري:
"هوایي بریدونه ملکي وګړي وژني او مهمې اډاڼې لکه سکولونه، روغتونونه او بېکرۍ تباه کوي. بریدونه د مرستو رسولو مخه نیسي".
مرسي کور د دسمبر په څلورمه په خپل یو بیان کې ویلي، تر اوسنۍ روانې جګړې مخکې هم یواځې د شام په شمال لوېدیځ کې تر څلور میلینه ډېر خلک د لومړنيو بشري اړتیاوو لکه پاکو اوبو او خواړو پوره کولو لپاره پر مرستندویه ادارو تکیه کوله او وایي په ټول هیواد کې تقریباً 17 میلینه کسان مرستو ته اړتیا لري.
د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګېر پیډرسن د سه شنبې- نهې په ورځ د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته وویل، د شام سیاسي ګوندونه او بنیادي نړیوال شریکان یې باید د جګړې د بندولو لپاره په سنجیده توګه په خبرو اترو کې برخه واخلي:
"که موږ د تشدد کمول او د شام د ګوندونو او مهمو نړیوالو شریکانو له خوا د سنجیده سیاسي عمل طرف ته ګړندی حرکت ونه وینو، نو زه ویره لرم دا کړکېچ به ژور، شام به له نور زیات تقسیم، تباهۍ او د تباهۍ له سخت خطر سره مخامخ شي".
روس او امریکې د سه شنبې- نهې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې په شام کې د جګړې د ناڅاپي زیاتوالي په اړه یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل.
روس په 2015م کال کې د بشارالاسد د حکومت په پلوۍ جګړې ته داخل شو او په وروستیو ورځو کې یې د شام د پوځ په ملاتړ د باغیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د روس سفیر واسیلي نیبنزیا وایي:
"د عملیاتو له پیل راهیسې تقریباً 400 ترهګر وژل شوي او تر 600 ډېر ټپیان شوي دي".
د شام سفیر په خپل هېواد کې د باغي ډلو تازه بریدونه ترهګر بریدونه وبللی او غوښتنه وکړه چې امنیت شورا دې هغه وغندي. د روس او شام دواړو سفیرانو امریکا په شام کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنه کړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکې مرستیال سفیر رابرټ ووډ د دغو تورونو په جواب کې روس او د شام حکومت په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل. رابرټ ووډ په شام کې د جګړې د کمولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.