واشنگټن —
د امریکا صدر براک اوباما په نړي واله ټولنه غږ کړی امریکا باید یواځې د عالمي مسلو په حل کې کردار خپل ادا نه کړي بلکه نړی واله رورولې ورسره هم مرسته وکړي. هغه وویل امریکا به د منځني ختیز د مسلو د حل په لړ کې به د اوږدې مودې پورې خپل کردار ادا کوي.
د نهې په ورځ د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا سالانه غونډې د پرانسې په موقع تقریر کې صدر براک اوباما نړۍ ته راپیښو د امنیت او اقتصادي کړکیچونو ذکر وکړو. ددې ترڅنگ هغه وویل امریکا به په عالمي کچه د جمهوریت او د انساني حقوقو پرمختگ کې کردار ادا کوي.
نړي وال امن ته ترهگرۍ د لاسه د راپیښو خطراتو په لړ کې براک اوباما پیښور کې د عیسایانو په کلیسا د ځانمرگي حملو ذکر هم وکړو. هغه زیاته کړه امریکا د ملگرو ملتونو د چوکاټ دننه یوه داسې نړي واله ټولنه غواړي چې هر هیواد پکې د ذمه وارۍ احساس ولري او د خبرو اترو او د پرامنه طریقو د لارې د مسائلو حل راوباسي او یوه داسې دنیا یقیني کړي چې هر انسان پکې په باعزته توگه ژوند کوي او بنیادي ضرورتونه يي پکې پوره کیږی، که هغه په نیویارک، نائیروبي، پیښور او که دمشق کې اوسیږي.
صدر براک اوباما د ایران د ایټمي پروگرام، منځني ختیز کې د امن په لړ کې د فلسطینیانو او د اسرائیلیانو په منځ کې د کړکیچ، او سیمه کې د جمهوریت او انساني حقوقو ذکر وکړو.
صدر براک اوباما منځني ختیز د پاره د خپل حکومت د تگ لار اهم ټکې څه دا رنگ بیان کړل: سیمه کې د خپلو ملگرو امنیت یقیني کول، سېمې نه د توانائي ترسیل یقیني کول ځکه چې که چرې دغه ترسیل ودریږي نو نړۍ کې بې ثباتي رامنځته کیدی شي، سیمه کې د ترهگرو ځالې لمنځه وړل او د پراخه کچه تباهۍ وسلې ختمول.
براک اوباما وویل په امریکا منځني ختیز کې د لاس وهنې الزامات هم لگول کیږي او دا گله ترې هم کیږي چې د سیمې مسائل حل کولو که ناکامه شوي ده. هغه وویل ددې متضاد سوچ باوجود به هم واشنگټن د منطقې د مسائلو د حل د پاره تر اوږدی مودې پورې خپل کردار ادا کوي.
خو هغه زیاته کړه سیمه کې د جمهوریت او انساني حقوقو د پرمختگ دپاره امریکې سره نړی واله ټولنه هم لاس امداد وکړي.
براک اوباما د افغانستان او د عراق د جنگونو ذکر هم وکړو. هغه وویل کله چې هغه په واک کې راغلو نو تر ١٨٠٠٠٠پورې امریکائي ځواکونه په خطراتو کې ښکیل وو خو عراق نه عسکر راویستلی شوي دي او افغانستان نه د بیرته راتگ په مهال دي.
د ایران د ایټمې مسلې په هکله خپلو خبرو کې صدر اوباما د ایران او امریکا ترمنځ د ژورو شکوک وشبهاتو ذکر ووکړو چې ایران کې د کال ١٩٧٩ د اسلامي انقلاب ورستو ایران د تنهائي ښکار شوی دی.
براک اوباما وویل د غربي نړۍ سره د نوي ایراني صدر حس روحاني د مفاهمت وړاندیزونه حوصله افزا خبره ده خو د امریکې صدر زیاته کړه د ښو خبرو سره سره ایران باید عملي اقدامات هم واخلي. براک اباما وویل د پرامنه مقاصدو او توانائي پیدا کولو په لړ کې د ایران د ایټمي پروگرام مخالفت نه کوي خو ایټمي وسلو ترلاسه کولو په لړ کې به د ایران مخه نیسي.
منځني ختیز کې د امن او د فلسطینیانو او اسرئیليانو د کړکیچ په هکله صدر براک اوباما وویل د مسلې حل د دواؤ ریاستونو په قیام کې دی، چې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو د پاره دوه خپلواکه ریاستونه قائم کړی شي. براک اوباما په دې خبره زور واچولو چې اسرائیلیانو او فلسطینیانو د ائنده ریاستونه بایده په داسې حال کې موجود وي چې د اسرائیل امنیت یقیني وي او د فلسطینیانو په منطقو دې د اسرائیل قبضه ختمه شوي وي.