د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د دسمبر پر 12مه په نیویارک کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي چې پکې به د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو استازي او نور چارواکي د وروستیو درو میاشتو معلومات وړاندې کوي.
د امنیت شورا یوه اوونۍ مخکې پر خپله ویبپاڼه لیکلي وو، دې پرانیستې غونډې ته به د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا په ګډون پر افغانستان باندې د بندیزونو د کمېټې د مشر په توګه د ایکواډور سفیر انډریس مونټالو سوسا او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رابطه کارۍ ادارې «اوچا» او د مدني ټولنې یو استازی به معلومات ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» وايي، د پنجشنبې- زیارت په ورځ به د امنیت شورا غړي د افغانستان په روانو حالاتو باندې خبرې کوي.
یوناما پر خپل فېسوک او ایکس په یو لنډ بیان کې ویلي، د ادارې مشره روزا اوتنبیوا به ددغه هیواد د حالاتو په هکله د امنیت شورا غونډې ته معلومات وړاندې کوي.
د امنیت شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددې غوندې په اخر کې به ګډونوال د افغانستان په اړه د بندو دروازو شاته سلامشورې هم کوي او پر افغانستان باندې د بندیزونو د ارزونې د 1988 د کمېټې د واک غزولو په اړه به هم پریکړه وکړي.
د ملګرو ملتونو د کړنلارې له مخې د افغانستان لپاره د عمومي مشر ځانګړي استازي په هرو درو میاشتو کې ددغه هیواد د حالاتو په اړه د امنیت شورا ته یو رپوټ وړاندې کوي. د یوناما مشرې امنیت شورا ته خپل وروستۍ رپوټ د سټمبر په 18مه وړاندې کړی وو.
روزا اوتنبایوا د افغانستان د حالاتو په اړه په خپل تېر رپوټ کې ویلي وو، نړۍ د طالبانو له حکومت سره د اړیکو جوړولو هڅه کوي، خو وایي د طالبانو حکومت پرېکړې په ځانګړې توګه د امربالمعروف وزارت د اخلاقي قانون عملي کېد د "ریښتینې ښکېلتیا په اړه" منفي پیغام لري.
د مېرمن اوتنبایوا د وینا له مخې دا پرېکړې د طالبانو او نړۍ ترمنځ فاصله پیدا کوي او په وینا یې طالبان د دې پر ځای چې د افغانستان د خلکو ستونځو ته پام وکړي، لا نورې شدیدې تګلارې خپلوي.
طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو خلاف نه یواځې خپلې پالیسۍ نه دي نرمې کړې، بلکې د هغوی د حقونو د محدودولو لپاره یې ځینې نور اقدامات هم کړي دي.
طالبانو تازه د افغانستان په پرایوېټ طبي کالجونو کې د نجونو او ښځو پر زدکړو بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو ادارو د طالبانو د حکومت دا پریکړه په نړیواله کچه په سختو ټکو غندلې او د طالبانو له حکومته یې پر دې پرېکړې د بیا غور کولو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې امنیت شورا ته په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو په اړه د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا او د ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ رپوټونه رد کړي او د خپل حکومت په ضد یې پروپیګنډه بللي دي.
ټاکل شوې چې د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه هم بحث وشي، ملګري ملتونه وایي دا هېواد لا هم په نړۍ کې یو له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د ادارې اوچا د ستمبر د معلوماتو له مخې 23.7 میلینه افغانان چې د هیواد تقریباً نیمایي ابادي ده بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا د اکتوبر په رپوټ کې ویلي، د نړیوالو مرستو د کمښت له کبله 3.7 میلینه خلک روغتیایي خدمتونو له رسایۍ محروم دي.
ملګري ملتونه وایي د 2024 لپاره یې د افغانستان د بشري اړتیاوو او نورو بحرانونو د مخنیوي د پلان لپاره 3.06 ارب ډالر غوښتې وې خو یواځې 40 فیصده فنډ ورته جمع شوی دی.