م ـ م پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د پاتې کیدو موده غزولو هڅه کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوالې ادارې يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر افريدي ويلي د نګران يا موقتي حکومت سره يي خبرې اترې روانې دي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو له په دغه هېواد کې د پاتې کېدو لپاره نور وخت ورکړي.

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار د شمېرو ترمخه نزدې ۱۴ لکه داسې افغان کډوال ژوند کوي چې د حکومت سره يې نوملیکنه (رجسټرډ) دي.د پاکستان حکومت دوي ته د هېواد نه د وتلو لپاره د روانې مياشتې ۳۰ نېټه ورکړې.

خو د کډوالو د ادارې وياند قېصر افريدی وايي هيله مند دی چې حکومت به دغو افغان کډوالو له په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د شپږو مياشتو نه تر يو کال پورې نور وخت ورکړي.

نوموړي ويلي د پاکستان نه پخپله خوښه د افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنېدو لړۍ هم روانه ده او تېر کال ۵۹ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو خو سږکال نزدې اته زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي.

د يو اېن اېچ سي آر د شمېرو ترمخه د کال ۲۰۰۲ رهسې د پاکستان نه ۳۴ لکه افغان پناهګزين د پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغان اولس مشر اشرف غني څو مياشتې وړاندې ژمنه کړې وه چې په راتلونکي ۲۴ مياشتو کې به ټول افغانان خپل وطن ته بوځي.

پاکستان وايي د افغان کډوالو په کېمپونو کې ترهګر پټيږي او د هلته نه په ټول ملک کې ترهګري کوي او وايي نړيواله ټولنه دې د څولسيزو رهسې په پاکستان کې مېشت افغان پناهګزينو په ويستلو کې کمک اوکړي.

څيړونکي د پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي پاکستان سره چې د افغانستان اړيکې خرابې شي نو پاکستان يي زور د افغان پناهګزينو نه وباسي او سره د حکومتي اسنادو وخت په وخت افغانانان زوروي.