د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې یونیسیف مشرې خبرداری ورکړی چې د اسرایلي پوځ مځکني عملیات به هغو لکونو ماشومانو ته "له ناورینه ډکې خطرې" ولري چې په رفح ښار کې یې پناه اخیستې ده.
ملګرو ملتونو دا بیان د دوشنبې- ګل په ورځ وروسته له هغه ورکړی چې د رفح سرحدي ښار د ځینو سیمو خلکو ته تر خپلو مځکنیو عملیاتو مخکې له خپلو کورونو د وتلو امر وکړ.
د یونیسیف مشرې کېترین رسل ویلي، "رفح اوس د هغو ماشومانو ښار دی، چې په غزه کې هیڅ خوندي ځای نه لري".
مېرمن رسل زياته کړه، "که پراخ پوځي عمليات پيل شي، ماشومان به نه يواځې له تشدد، بلکې د ګډوډۍ او وېرې له خطر سره مخ شي، او په داسې وخت کې هغوى په بدني او ذهني لحاظ لا له وړاندې کمزوري شوي دي."
یونیسف ویلي له رفح ښاره ماشومان باید په زوره په بل ځای کې د مېشت کېدو لپاره ونه ایستل شي، وایي هغه اډاڼې او مرستې چې دوی پرې تکیه کوي باید خوندي شي.
د یونیسیف په وینا په رفح کې ډېری ماشومان هغه دي چې په جګړه کې ژوبل شوي، ناروغه، د کم خوراکۍ ښکار، له صدمې سره مخ یا په معذوره بدنونو ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش خبرداری ورکړی چې په رفح د اسرایل مځکني عملیات به "نه زغمل کېدونکي" وي او پر حماس او اسرایل یې ږغ کړی چې د ډزبندۍ لپاره تړون ته ورسیږي.
ښاغلي ګوتېریش د مې په شپږمه د ایټلي له صدر سرګیو ماتاریلا سره د ملاقات پر وخت خبریالانو ته وویل، د حماس او اسرائیل ډزبندي یوه موقع ده چې باید ونه بایلل شي. نوموړي پر ایکس په یو پوسټ کې هم لیکلي:
"زه د هغو نخښو نښانو په اړه ژوره اندېښنه لرم چې کېدای شي نیژدې وخت کې په رفح کې پراخ پوځي عملیات وشي. د ملکي خلکو ژغورل په نړیوال بشردوستانه قانون کې تر ټولو مهم دی".
ښاغلي ګوتېریش په رفح باندې د اسرایل ممکنه یرغل ته په غبرګون کې وویل، "د ویجاړوونکو بشري نتیجو او د سیمې د ناارامه کولو په خاطر به په رفح مځکنی یرغل نه زغمل کېدونکی وي".
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او هم خبردرای ورکړی وو چې د غزې په جنوب کې په رفح سرحدي ښار د اسرایل پوځي عملیات به کېدای شي د "وینو تویولو" سبب شي.
د تېر کال په اکتوبر کې پر اسرایل د حماس تر برید وروسته د غزې خلکو ته جنوب ته د وتلو امر وشو او اټکل کیږي چې 1.2 میلین فلسطینیانو له هغه راهیسې په رفح کې پناه اخیتسې چې یو وخت یواځې د شاوخوا دوه نیم لکه خلکو کور وو.
یونیسیف وایي په رفح کې د بې ځایه شویو خلکو شاوخوا نیمایي برخه ماشومان دي، وایي ډېری یې په پرله پسې ډول بې ځایه شوي، چې په خېمو او لنډمهاله کورونو کې پناه اخیستلو ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه وایي د لویانو په نسبت ماشومان په غزه کې د جګړې له اغېزو زیات زیانمن شوي دي.
یونیسف وايي ماشومان په جګړه کې په نامتناسب ډول وژل شوي، ټپیان شوي او علاج، تعلیم، خوړو او اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د خنډونو له کبله ډېر زیات له ستونځو سره مخ کیږي.
پر اسرایل د تېر کال د اکتوبر په اوومه د حماس په برید کې 1,200 کسان وژل او شاوخوا 250 یرغمل شول او اسرایل بیا په هماغه ورځ د حماس خلاف د جګړې اعلان وکړ خو په دې شپږمیاشتنۍ موده کې د حماس له خوا د نورو اسرایلي وګړو د وژل کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
د حماس تر کنټرول لاندې غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرایلو په ځوابي بریدونو کې په تېرو شپږو میاشتو کې تر 34,600 ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. وایي په دغو کې لږ تر لږه 14000 ماشومان دي.