په یوکراېن د روس د حملې وروسته د تېلو او خوراکي‌ توکو بېعې زیاتې شوي 

په یوکراېن د روس حملې او د غربي ملکونو لخوا نړیوال مارکېټ کې د روسي تېلو په خرڅ بندیز د غور له امله په نړیواله کچه د تېلو بېعې زیاتې شوي او د نړیوالې ګرانۍ امکان نور هم سېوا شوی دی.

په نړیوال مارکېټ کې د تېلو بېعې د کال ۲۰۰۸ راهسې ترټولو لوړې کچې ته رسېدلي.‌

د ګل، دوشنبې، په ورځ ‌په نړیوال بازار کې د یو بېرل خام تېلو بېعه ۱۴۰ ډالر ته رسېدو سره سره په خوراکي سامانونو او په بېلا بېلو صنعتونو کې استعمالېدونکې وسپنې بېعې په بره تلي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ ‌د امریکې د خارجه چارو وزیر اېنتني بلېنکن د هغه وېنا وروسته په نړیواله ګرانۍ کې نور هم زیاتوالی شوی چې پکې نوموړي وېلي امریکا او یورپي اتحادي‌ ملکونه د روسي تېلو په درامد کولو د بندیز لګولو په اړه غور کوي.‌ که چېرې غربي ملکونه د روس په تیلو د بندیز فېصله کوي نو دا به د ماسکو لخوا په یوکراېن د حملې په سر روس ته د غربي ملکونو په ځواب ورکولو کې لوی بدلون وي.‌

روس د امریکې او سعودي‌ عرب وروسته تېل پېدا کوونکی د نړۍ درېم لوی ملک دی.

واشنګټن او نورو اتحادي ملکونو د روس په مالیاتي نظام او د دغه هېواد په مالداره خلکو سخت اقتصادي بندیزونه لګولي خو د تېلو او ګېس زیاتېدونکو بېعو له کبله د خپلو ملکونو د ولس د ردعمل ویرې یې تراوسه پورې د روس د تېلو په برامداتو د بندیزونو نه ډډه کړې ده.

د غربي ملکونو دغه بدلون ښيي چې امریکا او اتحادي‌ ملکونو کې سیاستدانان د تېلو زیاتو بیعو برداشت کولو لپاره تیار دي.‌

د سټېنډرډ چارټرډ بېنک د اجناسو د څېړنې مشر پال هارسنل د امریکې وال سټریټ جرنل ورځپاڼې ته ويلي د غربي مشرانو اندازه دا ده چې ماسکو ته د تېلو په مد کې نېغ په نېغه پېسو ورکولو په ځای د روس په تېلو بندیز لګول به زیات ښه وي.

د تېلو کاربار کوونکو د توانایۍ په نړیوال مارکېټ‌ کې په سمدستي توګه بدلون لپاره ځان تیار کړی که چېرته غربي کمپنو ته د روس نه د تېلو اخستو ودرولو حکم ورکړل شو.

د یوکراېن د جنګ وړاندې د روس خام تېل او د پېټرولیم صفا کړل شوو مصنوعاتو د نړۍ د تېلو ۷.۵ فیصده ضرورت پوره کوو خو د روس صدر ولادمیر پیوټن لخوا په یوکراېن د حملې وروسته د تېلو ډېرو کمپنو د روس نه تېل اخستل ودرولي.

امریکا د روس په نسبت د توانایۍ په مېدان کې په روس کم انحصار لري خو د وال سټرېټ‌ جرنل د رپورټ ترمخه تېر کال امریکې د روس نه ۸ فیصده خام تېل او د پېټرولیم صفا مصنوعات درامد کړي.‌ که چرته غربه ملکونه د روس په تېلو باندې بندیز لګوي نو د تېلو صفا کولو کارخارنې یا رېفاېنریز به د تېلو او پېټرولیم مصنوعاتو پېدا کولو لپاره د متبادل لارو لټون کې د ستونزو سره مخ کیږي.

امریکا او یورپ به د دغه مشکل د مخنیوي لپاره په ټوله نړۍ کې د تېلو وړو راوړو مخه بدلوي. د روس د تېلو بندیدو په نتیجه کې به یورپي ملکونه د شمالي سمندر،‌غربي افریقې او منځني ختیز نه زیات تېل اخلي چې د روسي تېلو ځاې ونیسي.

د توانایۍ د څېړنې اداره Energy Aspects څېړنکاره امریتا سین وايي‌ په سمدستي توګه د یو ځاې نه بل ځاې ته د تېلو طلب پوره کول دومره اسان کار نه دی. د یوکراېن جګړې شروع کېدو وړاندې هم د تېلو رسد کې کمی راغلی و او د کرونا واېرس له کبله د تېلو په طلب کې د کمې راتلو وروسته ددې بېعې بېرته په بره تلل شروع شوي وو.