د پاکستاني وسله والې سجنا ډلې ترجمان په افغانستان کې وژل شوی

د پاکستاني وسله والو سجنا ډلې ویلي د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې يي ترجمان اعظم طارق سره د خپل یو ځوي وژل شوی دی.

د ډلې ترجمان زیشان محسود مطبوعاتو ته خپل بیان کې د اعظم طارق د وژل کیدو تصدیق کړی دی. هغه ویلي په بمبارۍ کې د شمالي وزیرستان د حافظ گل بهادر ډلې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

افغان او امریکايي ځواکونو د پکتیکا ولایت په لیمن سیمه کې د اتوار، یک شنبې، د سحر په وخت د هوايي بمبارۍ تصدیق کړی دی.

افغان مامورینو په بمبارۍ کې د لسومشکوک وسله والو د وژل کیدو تصدیق کړې دی. افغان مامورین وايي په کاروايي کې ١٠ مشکوک وسله وال وژل شوي دي چې پکې د حقاني او القاعده کسان شامل دي.

پاکستاني استخباراتي مامورینو هم په پکتیکا کې د سجنا او د حافظ گل بهادر ډلو په مرکزونه د افغان او امریکايي بمبارۍ او پکې د اعظم طارق د وژل کیدو تصدیق کړی دی. پاکستان استخباراتي مامورین وايي په کاروايي کې څلور کسان وژل شوی دي چې پکې اعظم طارق هم شامل دی.

اعظم طارق په یو وخت کې د تحریک طالبان پاکستان ترجمان و خو بیا د سجنا ډلې طالبانو څخه د جدا کیدو ورسته اعظم طارق هم دغه بیلې ته ورغلو.