واشنګټن پوسټ: امریکایي ځواکونو په افغانستان کې ۶۰۰۰ ورځې پوره کړې

US forces Afghanistan

د امریکې معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو جګړه د امریکې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ګڼلې ده.

مقاله لیکونکی جورج ایف.ویل لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو جګړه د نړۍ په تاریخ کې هم یوه اوږده جګړه ده، چې وایي پرون د مارچ په ۱۲مه یې ۶۰۰۰ ورځې پوره شوې. لیکوال وایي امریکا په دویمه نړیواله جګړه کې ۱۳۶۵ ورځې ښکېل پاتې شوې وه، چې وایي د افغانستان جګړه څلورچنده تر اوږده ده.

جورج د امریکایي لیکوال سټیو کول د نوي کتاب (ډایریکټرېټ ایس) په اساس لیکي، چې په افغانستان کې امریکه په یو داسې جګړه کې بوخته شوه، چې په ظاهره ګاونډي هېواد پاکستان د امریکا ملګری خو په اصل کې د طالبانو ملاتړی وو. لیکوال زیاتوي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یوې څانګې (ډایریکټرېټ ایس) د طالبانو ملګرتیا کوله.

د سټیو کول د کتاب نه اخیستل شوي یو اقتباس کې لیکوال لیکي، چې د امریکا پوځي او حکومتي چارواکو د افغانستان پر جګړه تاوده بحثونه کړي دي او وایي هر ځل چې پوځي کمانډر افغانستان ته لاړ شي، نو لومړی وایي، چې دا به یو ګران کار وي، شپږ میاشتې وروسته بیا وایي، موږ به د جګړه انداز بدلوو او په پای کې بیا وایي، چې جګړه د اندازې خلاف لوري ته لاړه.

پر افغانستان باندې په تېرو شپاړسو اوولسو کلونو کې په لسګونو کتابونه او مقالې لیکل شوې دي او نیژدې په هر کتاب کې له افغانستان سره- سره د پاکستان نوم هم اخیستل کېږي. وروستی مهم کتاب د سټیو کول (ډایریکټرېټ ایس) کتاب ګڼل کېږي.