د افغان امنیتي ځواکونو په داخلي حمله کې یو امریکايي عسکر ووژل شو

د ریزولوټ کمانډ مشر جنرل سکاټ ملر د وژل شوي عسکر د کورنۍ سره غمرازي وکړه او وې ویل د دې حملې پرته به هم په افغانستان کې امریکايي عسکر خپل مشن ته دوام ورکوي

د افغانستان په ختیځ کې د افغان امنیتي ځواکونو په داخلي حمله کې یو امریکايي عسکر ووژل شو او یو زخمي شو. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د گل، دوشنبې، د ورځې د پېښې تصدیق وکړو.

د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ په خپل بیان کې وویل سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو په صفونو کې دا شږمه داخلي حمله ده.

بیان وویل د زخمي امریکايي حالت د خطر څخه بهر دی.

په بیان کې نور تفصیل نه دی ورکړی شوی.

د ریزولوټ کمانډ مشر جنرل سکاټ ملر د وژل شوي عسکر د کورنۍ سره غمرازي وکړه او وې ویل د دې حملې پرته به هم په افغانستان کې امریکايي عسکر خپل مشن ته دوام ورکوي.