د هلمند د والي په طالبانو غږ: د جرگو په وطن کې جنگ د مسلې حل نه دی

  • ایاز گل

د افغانستان د جنوبي هلمند ولایت والي، گورنر، په طالبانو غږ کړی چې جنگ نه دې لاس واخلي او د امن په خاطر دې مذاکراتو ته کښیني.

حیات الله حیات طالبانو ته د امن وړاندیز په داسې حال کې کړی دی چې امریکا به په ولایت کې طالبانو د پرمختگ مخه نیولو دپاره ٣٠٠ خصوصي میرین عسکر پرځای کوي.

د هوايي بمبارۍ په ملاتړ افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کې طالبانو خلاف کاروايي تنده کړې ده. تیره هفته طالبانو د هلمند په سنگین ولسوالۍ د قبضې دعوه وکړه خو افغان مامورین دغه دعوه ردوي.

د افغان قواو د تیرې شپې په کاروايي کې چارواکې وايي گڼ شمیر وسله وال وژل شوي او د نشۍ توکو کارخانې يي تباه کړې دي.

د وایس اف امریکا سره په یوه مرکه کې حیات الله حیات وویل افغان ځواکونه د تیر کال په پرتله په بهتر ډول ځای پرځای کړی شوي دي او د هلمند مرکز لښکرگاه شا او خوا ولسوالۍ يي د طالبانو څخه پاکې کړې دي.

هغه وویل د هلمند په مرجا او گرمسیر ولسوالیو کې يي هم ځینې سیمې طالبانو نه بیا نیولي او زر به سنگین هم بیرته واخلي.

حیات الله حیات خوشبیني څرگنده کړه چې د امریکې عسکر به د طالبانو خلاف د افغان ځواکونو صلاحیت نور هم زیات کړي. خو هغه په دې خبره زور واچولو چې افغان ځواکونه به د طالبانو خلاف د عملیاتو مشري کوي او امریکايي عسکر به د مشاورت او د کومک کردار ادا کوي.

پینټگان یا د امریکې ددفاع وزارت د جنورۍ په میاشت کې په هلمند کې د میرین عسکرو دپرځای کولو اعلان کړی و.

حیات الله حیات په طالبانو غږ وکړو چې جنگ نه دې لاس په سر شي.

"ځما په خیال په افغانسان کې (د جنگ) حل یوازې په مذاکراتو کې دی. دا د جرگو او د مرکو وطن دی. ټولې مسلې، لوې او که وړې وي د مذاکراتو او د خبرو اترو د لارې حل کیدی شي،" حیات الله حیات وویل.

افغانستان نه د نړي والو ځواکونو د انخلا ورسته طالبانو خپل فعالیتونه زیات کړې دي او طالبانو د مذاکراتو میز ته د کښینولو کوښښونه تر دا وخت نه دي کامیاب شوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په لړ کې روس د اپریل د میاشت په ١۴ مه نیټه د خبرو اترو انتظام کړی دی.

د ماسکو په دغه غونډه کې به د افغانستان، پاکستان، ایران، هندوستان، چین، د مرکزي ایشیا د ځیني ریاستونو او خپله د روس استازي برخه اخلي. امریکې ته هم په غونډه کې د شرکت بلنه ورکړی شوي وه خو د غونډې په شا د روس د ارادې او مقاصدو باندې د شکوکو په بنیاد واشنگټن د گډون نه انکار کړی دی.

د طالبانو یو ترجمان تیره هفته وویل په ماسکو کې کیدونکي غونډې په اړه څه خبره نشي کولی.