امریکا د هېک کېدو نه خوندي د انتخاباتو هدف لري

ځینې اعتماد د امریکایی انتخاباتو تقسیم شوي نظام له وجې هم دی، چې هر ریاست د رایو پاڼو - بېلټ ثبتولو او شمېرلو دپاره خپل انفرادي نظام کاروي (فایل فوټو)

د امریکا انتخاباتو خوندي یا محفوظ ساتلو ذمه وارې ایجنسۍ وروستۍ ارزونې یا جایزې له مخې هغه هېوادونه چې هڅې کوي د نهې -سه شنبې په ورځ کېدونکي امریکایي انتخابات زیانمن کړي اوس دې ته اړ شوي چې په جعلي ویډیوګانو او نورو غلطو معلوماتو باندې تکیه وکړي ځکه چې دوی نشي کولی هغه سېسټمونو ته لاسرسی ومومي چې د ووټونو – رایو اصلي شمېره کې بدلون کیدای شي.

د متحده ایالاتو د سه شنبې په ټاکنو کې اغیزمن شوي هیوادونه مجبور دي چې په جعلي ویډیوګانو او نورو غلطو معلوماتو باندې تکیه وکړي ځکه چې دوی نشي کولی هغه سیسټمونو ته لاسرسی ومومي چې د متحده ایالاتو د مسؤلې ادارې لخوا د وروستي ارزونې له مخې د ټاکنو د امنیت لپاره ریښتینې رایې بدل کړي.

د امریکا سائبر سیکورټي اېنډ انفراسټرکچر ایجنسۍ (سي اې اېس ای ) چارواکو د ګل – دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې په انتخاباتو کې د 24 ساعتونو نه لږ وخت پاتې دی ، او داسې هیڅ شواهد نشته چې ترې نه معلومېږي چې روس ، ایران او چین په ډول بهرني دښمنانو سره داسې وسیلې شته چې د هېواد (امریکا) په انتخاباتي نظام کې داخل شي او څه بدلون پکې وکړي.

د امریکا سائبر سیکورټي اېنډ انفراسټرکچر ایجنسۍ (سي اې اېس ای ) ډایریکټرې جېن ایسټرلي وویل : "زه په ډېر ډاډ سره ویلای شم چې زه باور نه لرم چې زمونږ د انتخاباتو تکنیکي هېک په داسې ډول ممکنه ده چې دا په صدارتي انتخاباتو اثر کولی شي."

ایسټرلي خبریالانو ته وویل."د حفاظت ډېرو کچو ته په کتو سره ، د سایبر سیکوریټي حافظتونو، د فزیکل لاسرسي کنټرولونو، د درستګۍ دپاره د انتخاب نه مخکې د اېکوپمنټ (سامان) ازموینه، د انتخاب وروسته پلټنې (اډټس). نو دا به د یو بد ایکټر(هېواد) دپاره ممکنه نه وي چې زمونږ د ووټونو ورکولو سیسټمونو کې په داسې کچه لاسوهنه یا بدلون وکړي چې په صدارتي انتخاب په نتیجو اثر وکړي او یقینا د دې بغیر چې معلوم نشي ".

ځینې اعتماد د امریکایی انتخاباتو تقسیم شوي نظام له وجې هم دی، چې هر ریاست د رایو پاڼو - بېلټ ثبتولو او شمېرلو دپاره خپل انفرادي نظام کاروي.

خو دا د امریکا سائبر سیکورټي اېنډ انفراسټرکچر ایجنسۍ لخوا د کلونو تیاری هم ښیي چې په ریاستونو او ځایي انتخابي چارواکو سره په ټوله امریکا کې کوي.

د ګل- دوشنبې تر ناوخته پورې د سي اې اېس ای ترمخه چې له 77 میلینه نه زیاتو امریکایانو په ارلي ووټنګ یا د مخکې نه خپل ووټونه- رایه ورکړې، او تمه کیږي چې لسګونه میلینه نور به د انتخاباتو په ورځ په شخصي توګه ووټونه واچوي.