پاکستان کې د امریکې سفېرې این ډبلیو پېټرسن د شورو په ورځ د امریکا اولس له اړخه پاکستان نه د سېپټمبر په 30 مه نېټه د امریکایي هيلي کاپټرو په بمبارۍ کې د دوو پاکستاني عسکرو د وژل کیدو او د څلورو نورو د ژوبل کیدو په پېښې بخښنه غوښتې ده. مېرمن پېټرسن ویلي د پېښې گډو پلټنو نه معلومه شوې ده چې امریکایي هیلي کاپټرو د پاکستان ملېشا ځواکونه په خطا باندې ترهگر گڼلې وؤ . امریکایي سفېرې زیاته کړې چې امریکا به دغه رنگ پېښو مخنیوي لپاره پاکستان حکومت سره رابطې زیاتوي. د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې په يوه سرحدي چوکۍ د امریکایي هيلي کاپټرو په بمباري کې د دوو پاکستاني پوځيانو د وژل کیدو وروسته پاکستان احتجاجاً افغانستان کې دميشتو ناټو ځواکونو لپاره دتورخم په پوله دسامان وړونکو گاډو مرکزي لاره تړلې ده.او دسامان دتللو راتللو دبنديدو له امله په سلگونو ټرکونه او کنټينرې ولاړې دي. دپاکستان لخوا د سرحد دتړلو دپريکړې وروسته تراوسه په پاکستان کې دناټو لپاره سامان وړونکو ټرکونو په کاروانونو باندې لږ ترلږه شپږ بريدونه ترسره شوي دي.
په دغو پيښو کې شپږ کسان وژل شوي دي. د شورو په ورځ نامعلومو وسله والو د بلوچستان ايالت سرښار کوئټې سره نزدې دناټو ځواکونو د سامان وړونکو گاډو په يوه اډه بريد کړى او هلته ولاړو 25ؤ ټينکرو ته يې اور اچولى دى. په کوئټه کې سوځول شوو ټانکرو د سرحدي ښار چمن له لارې په افغانستان کې ميشت د ناټو ځواکونو ته د سامان رسولو. پاکستاني طالبانوغورځنگ د برید پړه منلې ده.
امریکایي سفېرې د پاکستاني عسکرو په وژنه بخښنه غوښتې
امریکایي سفېرې د پاکستاني عسکرو په وژنه بخښنه غوښتې