امریکا او ایران به د یو بل پېنځه پېنځه قېدیان ازادوي

د سټېټ ډپارټمنټ د بیان نه څو ګنټې مخکې د مغربي ملکونو مطبوعاتو ویلي وو چې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ایران سره د قېدیانو د متوقعې تبادلې په اړه کانګرس خبر کړی دی

د امريکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د دې خبرې تصدیق کړی چې ایران سره د قېدیانو په تبادله کې به امریکا پېنځه ایرانیان د بند نه ازادوي.

سټېټ ډپارټمنټ وي او ای ته د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې ایران سره د قېدیانو د تبادلې خبره ومنله.

د سټېټ ډپارټمنټ د بیان نه څو ګنټې مخکې د مغربي ملکونو مطبوعاتو ویلي وو چې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ایران سره د قېدیانو د متوقعې تبادلې په اړه کانګرس خبر کړی دی.

امریکې او ایران د اګست د میاشت په ۱۰ نېټه ویلي وو چې د قېدیانو د تبادلې په لړ کې به ایران هم پېنځه امریکایان ازادوي. واشنګټن وايي ایران دغه پېنځه امریکایان په ناقانونه ډول بندوان کړي دي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) وي او ای ته وویل په ایران کې د نیول شویو پېنځه امریکايي شهریانو او په امریکا کې قید د پېنځو ایرانیانو د ازادولو په لړ کې امریکا رضا شوې چې هغه پنګې چې په جنوبي کوریا کې پرتې دي په قطر کې مالیاتي ادارو ته منتقل کړی شي.

امریکې په دې اړه څه تصدیق نه دی کړی چې د پېنځو امریکایانو او د پېنځو ایرانیانو تبادله به کله او څنګه کېږي؟