امریکې د کرونا وایرس نوی ټېسټ منظور کړی چې خلک یې خپله کور کې کولی شي

د وزارت چارواکي سټیون اېم هان په یو خبر پاڼه کې وویل چې د کرونا دغه نوی ټېسټ خلک د دوایانو په دوکانونو کې د ډاکټر د نسخې نه بغیر اخیستلی شي او د پوزې د نمونې دلارې په کور کې په ۲۰ منټو کې معلوولی شي چې کرونا وایرس یې شته او که نا؟

د کرونا وایرس د معلوولو دپاره امریکې نوی ټېسټ منظور کړی دی چې خلک یې د ډاکټر د نسخې نه بغېر په خپله کور کې کولی شي.

د امریکې فوډ اېنډ ډرګ اېډمنسټرېشن، اېف ډي ای، یا د خوراک او دوا وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ په بېړنۍ توګه د کرونا وایرس نوی ټېسټ منظور کړو.

د وزارت چارواکي سټیون اېم هان په یو خبر پاڼه کې وویل چې د کرونا دغه نوی ټېسټ خلک د دوایانو په دوکانونو کې د ډاکټر د نسخې نه بغیر اخیستلی شي او د پوزې د نمونې دلارې په کور کې په ۲۰ منټو کې معلوولی شي چې کرونا وایرس یې شته او که نا؟

تېره میاشت اېف ډي ای د کور دپاره د کرونا بل ټېسټ منظور کړی و خو هغه د ډاکټر د نسخې نه بغېر نه کېدلو.

د کرونا وایرس د شروع کېدو راهسې اېف ډي ای د کرونا وایرس د ۲۲۵ زیات ټېسټونه منظور کړي دي.