د امریکې پوځي څيړونکي په چين د پوځي رازونو د خرڅولو اعتراف کړی

په واشنګټن کې د امریکې د انصاف وزارت وداني

د امریکې پوځي استخباراتي څيړونکي د نهې/ سه شنبې په ورځ منلې چې په چين یې پوځي رازونه خرڅ کړي دي.

په څيړونکي کار کوربېن شولز باندې د مارچ په مياشت کې تورونه لګول شوي وو چې هغه د قامي دفاع معلومات، دفاعي شیان او تکنيکي مواد بغېر د لايسنسه لېږلي او يو سرکاري چارواکي ته په بډو رشوتونو ورکولو کې ککړ وو.

ویل شوي، شولز ته به په 23مه جنورۍ 2025م کې سزا اورول کيږي. په هغه لګول شوي فرد جرم کې ويل شوي، شولز ته د لوړې کچې پټ معلومات ترلاسه وو.

هغه د هانګ کانګ د يو اوسېدونکي چې د چين د حکومت سره تړاو لرونکی ګڼل کيږي، په ګډه یې سازش کړی وو.

په عدالت کې د جمع شوو خواستونو او تورونو ترمخه، هغه د پيسو په بدل کې د پټو معلوماتو په ګډون د قامي دفاع معلومات رايو ځای کړي او د امریکې د پوځ د مختلف نظام برامداتو په اړه یې معلوماتو راټولولو سازش کړی وو.

د امریکې د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف بي آی) اېګزېکيټو مرستیال مشر رابرټ وېلز په يو بیان کې ويلي وو، چې د "چين په څېر حکومتونه زمونږ د پوځي خلکو او قامي سلامتۍ معلومات پرله پسې په هدف کوي".

هغه ويلي، مونږ به د خپله وسه ټول هغه څه کوو چې معلومات په يقيني توګه د بهرنيو دښمن حکومتونو څخه خوندي وساتو.

د امریکې د انصاف محکمې ويلي، شولز د نیولو نه وړاندې ګڼ هغه حساسه او محدوده رسايۍ والا عسکري معلومات شريک کړي کوم چې خفيه نه وو ګرځول شوي.

د شولز لخوا جمع شوو او لېږل شوو مواد کې هغه اسناد هم شامل وو چې د روس او اوکراين په جګړه کې ترې زده کړه شوې او د تايوان په دفاع کې کارول کېدی شو.

ويل شوی، داسې اسناد هم وو چې تعلق یې د چين د عسکري ټکنالوجۍ سره وو، نور اسناد د امريکايي پوځي سيارو سره تړاو لرلو.

شولز ته د دغو معلوماتو شريکولو په عوض کې 42،000 ډالره ورکړل شوي وو.

مرستيال څارنوال مېتهيوجي اولسن ويلي، شولز د امریکې قامي دفاعي معلومات د ملک نه بهر تن ته ورکړي، سازش یې کړی او د پوځ لخوا په هغه شوی باور یې کارولی او قامي سلامتي يې په خطره کې اچولې ده.