د امريکې وتلې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ پخپل يو راپور کې وئيلي دي اوباما انتظاميې پاکستان ته دنورو پوځي، استخباراتي او اقتصادي مرستې دورکولو دوړانديز پريکړه کړې ده.
ورځپاڼه وائي اوباما انتظاميه پاکستان ته ددغه مرستې وړانديز په داسې حال کې کوي چې دپاکستان حکومتي چارواکي دزيات وخت څخه گيله کوي امريکا دهغوي په امنيتي اوليتونو پوهيدو او کافي مرستو ورکولو کې ناکامه شوې ده.
ورځپاڼه وائي په دغه حقله دامريکې مرستيال صدر جوبائيډن په راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته دسفر کولو پلان لري چې هغه به دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو سره ليدنې هم کوي.
واشنگټن پوسټ وائي ځينو امريکائي پوځي کمانډرانو او استخباراتي افسرانو چې دپاکستان په حقله يې صبر تمام شوى دا تجويز هم ورکړى ؤ چې بايد دتندلارو دځالو په نخښه کولو لپاره امريکائي پوځيانو ته دځمکنيو عملياتو پيل کولو اجازه ورکړل شي، خو اوباما او هغه لوړپوړو امنيتي صلاح کارانو دغه تجويزونه رد کړي دي.
پاکستان په تيرو وختونو کې گيله کړې ده چې دامريکا لخوا دمدد دشوؤ ژمنو چې اوس مهال يې اندازه خواؤشا درې بلينه ډالر لگول کيږي ورکړه په مزه ده او دهيلي کاپټرو او نورو پوځي سازوسامان دورکړې په حقله خواستونه نۀ دي پوره کړل شوي.
امريکا به پاکستان لپاره مرستې نورې زیاتوي
دامريکې مرستيال صدر جوبائيډن په راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته دسفر کولو پلان لري چې هغه به د پاکستان لوړپوړو حکومتي چارواکو سره ليدنې هم کوي.