د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې مسلح تن درې کسان وژلي

د گېلروی ښار د پولیس مشر سکاټ سمیتي وویل د چارواکوي گمان دی چې بل مسلح تن هم شته خو لا نیول شوی نه دی

د امریکې په مغربي کېلفورنیا ریاست کې مامورینو ویلي یو مسلح حمله کونکي درې کسان په ډزو وژلې دي.

پولیس ویلي د اتوار، یکشنبې، په ورځ په گېلروی ښار کې د رائفل په لاس یو کس د گڼې گوڼې په ځای کې ډزې وکړې او درې کسان یې وول. پولیس حمله کونکې ووژلو. د پېښې په ځای کې د اوږې سبزۍ نندارتون یا مېله روانه وه.

د گېلروی ښار د پولیس مشر سکاټ سمیتي وویل د چارواکوي گمان دی چې بل مسلح تن هم شته خو لا نیول شوی نه دی.

مېلې ته د تلونکو خلکو به په دروازه تلاشي کیدله خو پولیس وايي مسلح کس د تار جنگله ماته کړه او د مېلې ځای ته داخل شو.

چارواکو د پېښې تحقیقات پېل کړې دي خو وايي دا نه ده معلومه چې مسلح تن په مېله حمله په څه مقصد کړې ده.