په کېلېفورنیا کې د اور دلاسه د مړه شویو تنانو شمېره ٧٧ ته رسیدلې

صدر ډانلډ ټرمپ، په پس منظر، کې د خالي، شنبې، په ورځ د کېلېفورنیا دوره وکړه

د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې د یوې هفتې نه د زیات وخت راهسې په ځنگلونو د لگېدلي اور له امله د مړه شویو تنانو شمېره ٧٧ ته رسېدلې ده او شا او خوا ١٠٠٠ تنان بې درکه دي.

د کېلېفورینا په تاریخ کې دا تر ټولو خونړی اور دی چې د ریاست پېرډایز ښار سره نژدې یې په لویه پېمانه ځنگلونه، کورونه او کاروبارونه سوځولې دي.

په داسې مهال چې د اور نه په متاثره شوي سیمه کې د خلکو او د لټون دپاره هلې ځلې روانې دي، امدادي کارکونکي وايي شا او خوا ١٠٠٠ تنان بې درکه دي. د اتوار، یکشنبې، په ورځ ٣٠٠ هغه تنان چې وړاندې بې درکه گڼل کېدل محفوظ وموندل شول.

د اور د لاسه د مړه شویو تنانو شمېره ٧٧ ده چې پکې د ٦٧ تنانو شناخت شوی دی. د دې نه وړاندې د مړو شمیره ٦٦ وه.

د چارواکو په وینا د زرگونو په شمېره کې اور وژونکي د اور د مړ کوولو کوښښونه کوي او تر دا مهاله په اور تر د ٦٥ فیصد پورې قابو موندل شوی دی.

د موسمیاتو محکمې اټکل کړی چې په شمالي کېلېفورنیا کې دا هفته د باران امکان دی چې د راتلونکو څو ورځو پورې به جاري. چارواکي وايي باران به د اور مخه نیولو کې ډیره مرسته وکړي.

صدر ډانلډ ټرمپ د خالي، شنبې، په ورځ د کېلېفورینا اور ځپلو سیمو دوره وکړه او د ریاست مامورینو ته د کومک ډاډ ورکړو.

د اور دلاسه لږ تر لږه ١٠٠٠٠ کورونه تباه شوې دي.