د امریکې نوي حکومت په امریکايي مامورین د چین د پابندیو غندنه کړي

د چین خارجه وزارت وویل مایک پامپېیو په خپلو لیونیو کارونو سره د چین په کورنیو چارو کې لاس وهنه کړې، د چین ګټې یې زیانمنې کړي، د چین خلک یې خفه کړي او د امریکا او چین اړیکې یې زیاتې خرابې کړې دي

د امریکې د نوي صدر جوبایډن حکومت د تېر شوي حکومت په ځینو چارواکو د چین د پابندیو غندنه کړي او دا یې غېر ګټه ور ګامل بللی دی.

د صدر بایډن د نېشنل سکیورټي کاونسل یا د قامي سلامتیه شورا ترجمانې اېمیلي هورن رویټرز خبري ادارې ته د چین د بندیزونو په اړه خپل بیان کې وویل صدر بایډن به د واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ مشرانو سره په شریکه کار کوي چې امریکا د چینايي اقداماتو نه مخکې کړي.

د صدر بایډن پېش رو ډانلډ ټرمپ د حکومت په مهال د امریکې او چین تعلقات پس له هغې د تاوتریخوالي ښکار شوي وو چې صدر ټرمپ د چین نه امریکې ته په صادریدونکو یو شمېر شیانو مالیه یا ټېکسونه زیات کړل.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د ۴۶ ولسمشر په توګه د جوبایډن د سوګند پورته کولو وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت د ۲۷ امریکایانو په ضد بندیزونه اعلان کړل چې پکې د صدر ټرمپ د حکومت خارجه وزیر مایک پامپېیو هم شامل دی.

د چین خارجه وزارت وویل مایک پامپېیو په خپلو لیونیو کارونو سره د چین په کورنیو چارو کې لاس وهنه کړې، د چین ګټې یې زیانمنې کړي، د چین خلک یې خفه کړي او د امریکا او چین اړیکې یې زیاتې خرابې کړې دي.

چین همدارنګه د ټرمپ د ادارې د سوداګرۍ په سلاکار پیټر نوېرو او د ملي‌ امنیت پخواني‌ سلاکارانو رابړټ اوبراین او جان بولټن باندې هم بندیزونه ولګول.

چین ویلي، تر بندیز لاندې خلک او د هغوی نېږدې د کورنۍ غړي نشي کولای چې چین،‌ هانک کانګ او ماکوا ته سفر وکړي او د دوی شرکتونه هم نشي کولای چې له چین سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي.