چین د امریکا سفیر طلب کړی

د چین خارجه وزارت د امریکې الزامات رد کړې دي. د چین د خارج وزارت ترجمان هانگ لائي

په چینائي عسکري چارواکو د جاسوسۍ الزام په سر د احتجاج لپاره چین بیجنگ کې د امریکې سفیر طلب کړی دی.
د چین سرکاري خبري ادارې شنوا ترمخه، د امریکې سفیر میکس بیکوس خارجه وزارت ته د نهې په ورځ طلب کړی شو او ورته د واشنگټن د اقدام په سر احتجاج وړاندې کړی شو.
چین د امریکې لخوا لگول شوي الزامات رد کړې دي چې د یو خارجي هیواد خلاف لگول شوي د خپل نوعیت وړمبي الزامات دي. امریکائي چارواکو په ځېنې چیني پوځي چارواکو د سائیبر کرائمز یا په انټرنیټ د جرم په الزام کې ویلي چېنې چارواکو د امریکې کاروبارونه د ساسوسۍ لپاره په نخښه کړې دي.
امریکائي چارواکو د چین پیپلز لیبریشن ارمې په یوې ډلې الزام لگولی چې هغه امریکائي کمپنو کمپیوټرې يي هیک کړي یا د کمپیوټرو نظام ته يي ور دننه وتي چې د نیوکلیئر ټیکنالوجي، شمسي توانائي او د سټیلو په مد کې کار کوي.
د امریکې مشر سرکاري وکیل یا پراسکیوټر ایرک هولډر د گل په ورځ ویلي هر هیواد جاسوسي معلومات راغونډوي خو امریکا په خصوصي توگه د عسکري جاسوسۍ غندنه کوي چې چینائي کمپنو ته يي انتهائي اهم معلومات ورکړې دي، چې په کې د چین سرکاري کمپنۍ هم شاملې دي.
د چین خارجه وزارت د امریکې الزامات رد کړې دي، وايي دا په دروغه جوړ کړی شوي دي او په نتیجه کې به يي د دواړو هیوادونو ترمنځ اعتماد کمزوری شي.