د مدین په پېښه د امریکې افسوس، وایي  د مذهب په اساس د تشدد په پېښو اندېښنه لري

امرېکې په سوات کې د پارېدلو خلکو لخوا د مذهب د سپکاوي په تور د یو تن د وژل کېدو په پېښه افسوس ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي د مذهبي ازادیو، د رایې ازادۍ اؤ د پرامنه اجتماع حق ته باید درناوی ولرل شي.

تېره ورځ واشنګټن کې رسنیو ته د احوال تېرولو په مهال د امریکې د خارجه وزارت ویاند مېتیو ملر وویل امریکا د مذهب په اساس د تشدد په پېښو اندېښنه لري.

د جون په 20مه د پنجاب له سيالکوټه سوات ته د سېل لپاره ورغلی تن سلیمان په مدين سیمه کې قهرجنو خلکو په دې تور وژلی او سوځولی و چې وایي هغه د قران سپکاوی ‏کړی وو.‏

پولیسو پخپل ابتدایي رپورټ کې ویلي وژل شوي تن ورته ویلي وؤ هغه قران نه دی سوځولی اؤ ناحقه تور پرې لګول شوی.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نه چې کله تېره ورځ په دې هکله پوښتنه وشوه نو هغه وویل، مونږ په دې پېښه افسوس کوؤ اؤ امریکا د مذهب تر نامه لاندې د تشدد په پېښو اندېښنه لري.

هغه وویل امریکا د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي اؤ ټول هغه ګامونه ستایي چې له امله یې د قانون واکمني پیاوړې کیدای اؤ د بشري حقونو تحفظ وده موندلی شي.

تر دې وړاندې اوړمه ورځ د پاکستان د بشري حقونو کمیشن (ایچ ار سي پي) د سوات کې د مذهب د سپکاوي په تورونو د پاریدلي هجوم په لاسونو د یو تن د وژل کېدو اؤ د هغه د سوځول کېدو پېښه غندلې وه اؤ حکومت نه یې ددې پېښې د بشپړه پلټنو اؤ ذمه وارو عناصرو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.

پخپل بیان کې ایچ ار سي پي ویلي وؤ، د يوې مياشتې نه په کمه موده کې دغه ډول دوه پېښې کېدل (په سوات کې د ګڼو خلکو لخوا په تشدد د 40 کلن تن وژنه او د پنجاب ‏صوبې په سرګودها کې د نزير مسيح وژنه) څرګندوي چې "رياست د عقيدې په نوم د بلوه ګرو د تشدد په معاملاتو باندې په ارادې سره یا د نورو علتونونو ‏له سببه په خپله عملدارۍ جوړ جاړی کړی دی".

د سوات له پېښې وړاندې د مې په ‏‎25‎مه نېټه د پنجاب په سرګودها سيمه کې پارېدلي مظاهره چيان د عيسايانو په مجاهد کالونۍ ورغلي وؤ د قران د سپکاوي په تور یې په نزير مسيح ‏نومې ‏‏عيسايي وګړي د چاکوانو او لرګيو ګوزارونه او تشدد کړی و، او دغه تن بيا نهه ورځې وروسته ژوند د لاسه ورکړی و.‏

اېچ ار سي پي ويلي، "دداسې ډول پېښو کېدل اوس يواځې د ځينې خرابو قوانينو معامله نه ده پاتې چې د مذهب د سپکاوي په نوم په اسانۍ سره د وسلې په ‏توګه وکارول شي، بلکې دا د څو لسيزو راهسې د انتهايي ښي اړخه ډلو او توندروۍ په وړاندې د سر ټيټولو او د هغو د ساتلو د پاليسۍ نتيجه ده، رياست ‏په دې جرم کې نېغ شريک دی".