پاکستان دپاره امريکايي مرستې د ناټو سپلايۍ پسې تړل شوي

دامريکائي کانگريس داستازو ايوان دډيفنس اتهارائزيشن ترميمي بل په اکثريت سره منظور کړى چې ترمخه يې پاکستان ته ورکړل کيدونکى امداد دنيټو دسامان وړونکو گاډو لپاره دځمکنو لارو دپرانستل کيدو سره مشروط کړل شوى دي

امريکائي کانگريس دپاکستان په امداد کې دبرخې ايسارولو يا دکټوتۍ بل په دروند اکثريت سره مسترد کړى خو دائتلافي مرستې د پنگو يا دکوليشن سپورټ فنډ په مد کې ورکړل کيدونکې مرستې يې دنيټو دسپلا يۍ دلارو بحالۍ سره مشروط کړي او پاکستان څخه يې دترهه گرۍ په ضد دنورو گامونو اخستو غوښتنه کړې ده.
دامريکائي کانگريس داستازو ايوان دډيفنس اتهارائزيشن ترميمي بل په اکثريت سره منظور کړى چې ترمخه يې پاکستان ته ورکړل کيدونکى امداد دنيټو دسامان وړونکو گاډو لپاره دځمکنو لارو دپرانستل کيدو سره مشروط کړل شوى دي.
بل کې سفارش شوى چې دنيټو دسپلا يۍ بحالۍ او دلارې دپرانستل کيدو پورې دې دائتلافي مرستې پنگې ورکول اودرول شي، دسپلايۍ دلارې په پرانستو به دکانگريس ډيفنس سيکرټري دراپور په ذريعه دسپلايۍ دبحالۍ لپاره دپاکستاني گامونو څخه خبرولى شي.
بل کې وئيلى شوي دي چې پاکستان دې دحقاني نيټ ورک او چاؤديدونکو موادو په حواله گامونه واخلي.
دغه بل دامريکائي کانگريس برني ايوان يعنې سينيټ ته وړاندې کولى شي او دامريکا دصدر براک اوباما دلاسليک وروستو به باقاعده دقانون شکل خپل کړي.
له دې وړاندې کانگريس دپاکستان په امداد کې دکمي بل مسترد کړى دى.
د”” پاکستان دترهگرۍ محاسبه ايکټ 2012م په نوم بل ډانا روهرابيکر ايوان ته وړاندې کړى ؤ، درايې شميرنې په مهال ددغه بل په حق کې 84 او په مخالفت کې يې 335 ووټونه واچولى شول.
بل کې تجويز وړاندې کړل شوى ؤ چې دهر امريکائي دوژنې په بدل کې دې پاکستان ته ورکړل کيدونکي امداد څخه پينځه کروړه ډالر کمولى شي.
واضحه دې وي چې امريکا کې دپاکستان سفيرې شيري رحمان ددغه بل په ضد دتيرو څو ورځو راهسې هلې ځلې دوامداره ساتلې وې.
ډانا روهرابيکر له دې وړاندې هم دپاکستان په ضد په کانگريس کې دبلونو وړاندې کولو لپاره شهرت لري.
همدغه شان په امريکائي کانگريس کې دافغان جنگ ددوامداره ساتلو په ملاتړ کې قرارداد په اکثريت سره منظور کړل شوى.
کانگريس کې دقرارداد په حق کې 03 او مخالفت کې يې 113 ووټونه واچولى شول.
غړو په افغانستان کې دعملياتو مخنيوي او يواځې دامريکائي پوځيانو دراويستو لپاره دمرستو دمحدودولو تجويز مسترد کړو.
دقرارداد دملاتړ کوونکو غړو وينا ده چې که چرې امريکا افغانستان څخه په وتلو کې تُندي وکړه نو طالبان او القاعده به بيا منظم شي چې ددې سره به دامريکائي وگړو دژوند لپاره خطرې سيوا شي