امریکايي کمېشن به د افغانستان د جنګ تحقیقات کوي

افغان امن دپاره د هغه وخت امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشر مشرکچي ملاعبدالغني بردار په قطر کې د امریکې او د طالبانو امن معاهده لاس لیک کړه

په افغانستان کې د امریکې د 20 کلن جنګ د تحقیقاتو دپاره د امریکې کانګرس د یو کمېشن د جوړیدو منظوري ورکړې ده.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه کانګرس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د رایو په اکثریت د افغانستان په اړه د تحقیقاتي کمېشن د جوړېدو منظوري ورکړه.

د ای اېف پي رپورټ وايي مجوزه کمېشن د امریکې د 768 بېلین ډالرو مالیت دفاعي بجټ برخه چې سېنېټ د 10 په مقابل کې په 89 ووټونو منظور کړو.

د کانګرس ایوان زېرین یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز دفاعي بجټ تېره هفته په دروند اکثریت منظور کړی دی.

ای اېف پي وايي صدر جوبایډن چې د اګست په میاشت کې یې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنولو امر کړی و او په دغه فېصله نېوکي شوي دي، د کانګرس د منظورۍ نه وروسته به ډېفېنس اتراېزېشن اېکټ لاس لیک کوي چې قانون جوړ شي.

د رپور‌ټ ترمخه، د افغانستان په اړه کمېشن کې به 16 غړي وي چې د امریکې دواړه لوی ګوندونه، واکمن ډېموکرېټک پارټي او ريپبلېکن پارټي، به یې منتخب کوي.

کمېشن به د لومړۍ غونډې نه پس د یو کال دننه خپل ابتدايي رپورټ وړاندې کوي او حتمي رپورټ به په دریو کلونو کې شایع کوي.

د قانون ترمخه کمېشن به په افغانستان کې جنګ ته کتنه کوی، د اینده عملیاتو دپاره به تجویزونه وړاندې کوي، دا خبره به کوي چې د جنګ نه څه زدکړه شوي ده؟ او د ځواکونو د زیاتولو او کمولو په اړه به هم خپله رای ورکوي او ځینې اهم پړاونه څرګندوي.

ای اېف پي وايي په کال 2009 پخواني صدر براک اوباما د واک ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېره کې په زرګونو اضافه وکړه خو وروسته یې په افغانستان کې د عسکرو تعداد کم کړو.

د براک اوباما نه وروسته بیا د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د طالبانو سره مذاکرات شروع کړل او د طالبانو سره یې د امن معاهده لاس لیک کړه چې په نتېجه کې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شول.