کانګرس به په صدارتي انتخاب کې د ډانلډ ټرمپ د ګټې رسمي منظوري ورکوي

د نایب صدرې په حېث هېرېس دا ذمه واري په غاړه لري چې د ټولو ۵۰ ریاستونو څخه د صدراتي انتخاب د ووټونو د شمارل کېدو د عمل مشري وکړي او دا ډول په صدارتي انتخاب کې د خپل ماتې تصدیق هم وکړي

د امریکې کانګرس به د ګل، دوشنبې، په ورځ په صدارتي انتخاب کې د ډانلډ ټرمپ د ګټې په رسمي ډول منظوري ورکوي.

د نومبر د پينځمې نېټې په ووټونو کې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ټرمپ د ډېموکرېټېک پارټۍ امیدوارې او نایب صدر کاملا هېرېس ته ماتی ورکړی دی.

د نایب صدرې په حېث هېرېس دا ذمه واري په غاړه لري چې د ټولو ۵۰ ریاستونو څخه د صدراتي انتخاب د ووټونو د شمارل کېدو د عمل مشري وکړي او دا ډول په صدارتي انتخاب کې د خپل ماتې تصدیق هم وکړي.

په کانګرس کې د صدراتي انتخاب د نتیجې تصدیق کېد به مخکې د معمول رسمي کار ګڼل کېدو خو څلور کاله مخکې د ټرمپ پلویان د دې بهیر په مهال د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړو، ۱۴۰ پولیس افسران يې زخمیان کړل، په ودانۍ کې يې شیان مات ګوډ کړل د کانګرس غړي يې د خپل تحفظ په غرض په پناه اخیستلو مجبور کړل.

deewa

دا امکان نيشته چې دغه کار به بیا تکرار شي ځکه چې هېرېس په صدارتي انتخاب کې شکست تسلیم کړی دی او صدر بایډن په امناکه ډول د اقتدار د انتقال په ضرورت ټینګار کوي.

خو بیا هم چارواکو حفاظي اقدامات کړي دي او د کانګرس چارچاپېره د اوسپنې د جال حصارونه لګول شوي دي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ په وايټ هاوس کې بایډن د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ د شپږمې نېټې واقعات د امریکط په تاریخ کې سختې ورځې وبللې.

په کانګرس د یرغل په سر د ۱۵۰۰ نه په زیاتو کسانو الزامات لګول شوي دي. ټرمپ لوظ کړی چې د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت سوګند پورته کولو وروسته به ملزمان معاف کړي.