امریکايي عدالت د داعش وسله وال ته د یرغمل امریکایانو سرونه غوڅولو په جرم د عمر قېد سزا واوروله 

د عدالت جج ټي اېس اېلېس وویل د الشېخ چلند "بوږنوکی، د بربریت، بې رحمه او په رېښتیا مجرمانه دی"

يو امریکايي عدالت د جمعې په ورځ د داعش وسله وال ته په هغه سازش کې د ککړتیا په جرم د عمر قېد سزا واوروله چې په نتیجه کې یې امریکایي خبریالان او امدادي کارکونکي یرغمل شوي او بیا یې سرونه غوڅ کړی شوي وو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، 33 کلن الشفېع الشېخ ته د سرښار واشګټن سره نژدې د ورجېنیا ریاست په الېګزېڼدریا ښار کې وفاقي عدالت د عمر قېد سزا واوروله.

رپورټ وايي د الشېخ د جرمونو ښکار شویو کسانو خپلوانو د عدالت د فېصلې په اړه وویل چې دوی څه لږ ډیر انصاف ترلاسه کړو.

د منصفانو شورا یا جیوري الشېخ د خلکو د یرغمل نیولو او د وژلو په سازش کې مجرم ټاکلی و. هغه مخکې د برطايي شهري و.

د اپریل په میاشت کې د شپږو هفتو د مقدمې وروسته، جیوري دې نتېجې ته ورسېدله چې الشېخ د داعش د هغې څانګې غړی و چې "دي بیټلز" په نوم ځکه یادېدله چې د غړو لهجې یې د انګریزانو وې او په عراق او شام کې یې د یرغمل امریکایانو سرونو په غوڅولو کې ککړ وو.

خپله فېصله کې د عدالت جج ټي اېس اېلېس وویل د الشېخ چلند "بوږنوکی، د بربریت، بې رحمه او په رېښتیا مجرمانه دی."

الشېخ په سوډان کې زېږېدلی او په لندن کې لوی شوی دی. هغه د یرغمل امریکایانو جېمز فولي، سټېون ساټلوف، پیټر کېسېګ او کایله میولر د وژلو په سازش کې ککړ بلل کېږي.

فولي او ساټلوف خبریالان ، او کېسېګ امدادي کار کوی. داعش د دوی د سرونو غوڅېدو وډیوز خپاره کړي وو.

د رویټرز د رپورټ ترمخه امریکايي چارواکو ویلي په شام کې د هغې د وژل کېدو نه مخکې میولر سره د هغه وخت د داعش مشر ابوبکر البغدادي څو وارې په زور جنسي فعل کړی و.

د الشفیع الشېِخ دا تصویر چې ای پي خبري ادارې خپور کړی، د الېګزېڼدریا ښار د پولیس محکمې یا شېرېف دفتر مطبوعاتو سره شریک کړی دی

د فولي، ساټلوف او د کېسېګ د وژنو تصدیق په 2014 کې او د میولر د وژنې تصدیق په 2015 کې شوی و.

د عدالت د فېصلې وروسته د جېمز فولي مور ډایېن خبریالانو ته وویل دا سزا دا خبره واضحه کوي چې که څوک هم امریکایان یرغمل نېسي، تشدد پې کوي او یا یې وژني که دوی چېرته هم وي، نو د امریکې انصاف به ور رسي او د امریکايي شهریانو خلاف د جرمونو احتساب به ورسره کوي.

رویټرز وايي د هغه په ضد د الزاماتو په سر الشېخ ته د مرک سزا ورکړی کېدلې شوه خو د امریکې حکومي وکیلانو برطانوي مامورینو ته ویلي وو چې د دغې سزا غوښتنه به نه کوي.

په کال 2018 کې برطانيي د الشېخ شهریت ختم کړو.

په داعش کې د الشېخ د ډلې یو بل غړي الېکسېنډا کوتی ته چې امریکايي ځواکونو په عراق کې نیولی و، هم امریکايي عدالت د عمر قېد سزا اورولې ده. تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې هغه د فولي، ساټلوف، کېسېګ او میولر په قتل کې د ککړتیا اعتراف کړی و.

د داعش د دغې ډلې دریم غړي په 2015 کې په شام کې د امریکې او برطانيي په مزایل حمله کې وژل شوی دی.

هغه کسان چې د داعش دغې ډلې یرغمل نیولي وو خو د مذاکرات په نتېجه کې ازاد شوي دي، په مقدمو کې یې د په وسله والو په ضد بیانونه ورکړي او د هغه تشدد ذکر یې کړی چې د بند په مهال به په دوی کېدلو.

یادونه: د دې خبري معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي