د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو رایې شمېرنه لا هم دوام لري

د امریکا د کال ۲۰۲۰م د صدارتي انتخاباتو رايې شمېرنې تراوسه روانې دي او تر اوسه اخري نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

د ډیموکرېټ ګوند کاندید او پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن بریا ته نزدې شوی ځکه چې د وروستي رایې شمیرنو له مخې په جارجیا او پېنسلوینیا ایالتونو کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ووټونو ترلاسه کولو کې شاته پاتې دی.

د امریکا د ټاکنو ګټلو لپاره یو کاندید ته د ۲۷۰ الکټرل وټونو ترلاسه کول پکار وي. تر اوسه د د ریپیلیکن ګوند ۲۱۴او ډیموکریټ ۲۵۳ الکټرل ووټونه ګټلي.

د رایو شمېرنه اوس هم په څلورو ایالتونو کې روانه ده چې د ټاکنو پریکړه به کوي: اریزونا او نیواډا، چې بایډن په کې مخکې دی. پېنسلوینیا، چیرې چې د جمعې د پېل راهسې د ډونلډ ټرمپ رایې ۱۸،۰۰۰ ته راټیټي شوي. او جارجیا، چیرې چې بایډن د ۹۱۷ رایو سره له خپل سیاله مخکې دی.

اخوا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د بېسارو او ناتایید شویو دعوو په کولو د هېواد جمهوري بهیر په نښه کړی دی او په ډیموکرېټ ګوند تورونه لګوي چې په ټاکنو کې درغلي کړې.

د نومبر پر شپږمه د ووټونو شمېرلو په مرکزونو کې نتیجې ښايي چې د دواړو نوماندانو ترمنځ سیالي خورا سخته شوې ده چې د امریکا له ستړي کوونکو او سخت رقابتي انتخاباتو څخه یو بلل کېږي.

په پېنسلوینیا او جارجیا ایالتونو کې بایډن ټرمپ ته د ورنژدې کېدو په حال کې دی خو په نېواډا او اېرېزونا کې ورڅخه لږ څه مخکې دی.

په امریکا کې خلک په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي بلکې د انتخاباتي پلاوي یا الکټرل کالج له لارې انتخابېږي.

د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کولو لپاره باید یو نوماند له ۵۳۸ انتخاباتي ووټونو څخه ۲۷۰ ترلاسه کړي.

که بایډن په اریزونا کې ۱۱ رایېو سره او نیواډا کې د شپږو سره خپلې رایې ترلاسه کړي، نو هغه به د جنوري په میاشت کې د ۲۷۰ الکټرل کالج اکثریت ته ورسیږي نو د هیواد ۴۶م ولسمشر به شي. او په جورجیا او پنسلوانیا کې د رایو شمېرنې به پر پایلو کوم اغېز و نه لري.

ټرمپ باید هغه ټول ایالتونه وساتي چې هغه په کې مخکې دی او یا هم نیواډا یا اریزونا کې مخکې شي، په کوم کېچې بایډن اوس مهال مخکې دی.