امريکا دلاهور اؤ صنعا پرته خپلې تړلې سفارتخانې بيرته پرانيزي

امريکا اعلان کړى چې د القاعده لخوا يې سفارتخانو ته د پيښو ممکنه خطرو په وجه تړل شوې خپلې ټولې سفارت خانې به بيرته پرانيزي ، خو دپاکستان لاهور کې تړل شوې امريکائي قونصلګري اؤ ديمن پايتخت صنعاء کې امريکائي سفارت خانه به في الحال نۀ پرانيزي.
دپاکستان دپنجاب صوبې په سرښار لاهور کې امريکا د خپلې قونصلگرۍ د نۀ پرانستو پريکړه باوجود ددې کړې ده چې تيره ورځ د ملگرو ملتونو په يو راپور کې دعوه شوې وه دالقاعده مشر يمن الظواهري د پاکستان دننه د القاعده په منظم کولو کې پاتې راغلى دى.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې جين ساکي وئيلي دي دوه ورځې دمخه دپاکستان په لاهور ښار کې تړل شوې امريکائي قونصل خانه به بنده وي اؤ ددغه ځايې څخه يې خپله عمله هم بيرته راغوښتې ده.
هغې وئيلي کومې سفارت خانې چې تړلي دي په هغې به امريکا غور کوي اؤ څنګه چې کومه فيصله وشي نو بيا به پرانستل شي.
امريکا په مينځني ختيز اؤ شمالي افريقه کې دتړل شوؤ ١٩ؤ څخه د١٨ؤ سفارت خانو دبيرته پرانستو پريکړه کړې ده.
تيره اوونۍ امريکا دخپلو سفارت خانو دبندولو په مهال وئيلي ؤ چې دالقاعده اؤ پلوي ډلو له لوري يې په ځانګړې توګه مينځني ختيز کې دهغوي سفارت خانو ته خطره پيښه ده.
ياده دې وي چې په ٤م اګست استخباراتي ادارو دالقاعده له لوري پيښې خطرې ته پام راګرځولى ؤ، چې له دې وروستو امريکا خپلې زياترې سفارت خانې اؤ قونصل خانې تړلې وې.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وئيلي دکومو سفارت خانو دپرانستو پريکړه چې شوې هغه به داتوار په ورځ پرانستل شي.
دجمعې په ورځ دامريکا صدر براک اوباما هم يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې دالقاعده دکمزورتيا خبره کړې ده.
صدر براک اوباما وئيلي په امريکا دنائن اليون دمنظم بريد وروستو القاعده په دوؤ برخو کې ويشل شوې، کمزورې شوې اؤ دلويو حملو توان نۀ لري
صدر اوباما جزيره نما عرب کې دالقاعده څخه دپيښې خطرې لوري ته په اشارې کولو سره وويل ديمن ځينې برخې دالقاعده داثر لاندې دي ، چې دهغوي لپاره خطره جوړيدى شي
په روانه اوونۍ کې سپينه ماڼۍ کې دامريکا صدر براک اوباما سره دليدنې په مهال ديمن صدر عبدالرب منصور هادي ژمنه کړې وه چې دالقاعده په ضد کارروائيو کې به امريکا سره مرسته کوي.
په داسې حال کې چې امريکا يمن کې دتندلارو په موجودګۍ دانديښنې څرګندونه کوي، دوه ورځې دمخه يمن کې دريوؤ بيلا بيلو ډرون حملو کې دالقاعده ١٢ جنګيالي وژل شوي وؤ.