د اسرایل پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ د لبنان په جنوب کې د اسرایلي ځواکونو په حمله کې د لبنان د دریو عسکرو په وژل معافي وغوښتله.
په عین حال کې، د اسرایل او حزب الله ترمنځ د ډز بندۍ په ممکنه شرطونو د خبرو دپاره امریکايي استازي د لبنان ښرښار بېروت ته رسېدلی دی.
د لبنان عسکرو د وژل کېدو په اړه د اسرایلي پوځ ترجمان وویل د اتوار، يکشنبې، په ورځ حمله کې د لبنان د پوځ یو موټر په حمله کې په هدف شوی او دا چې اسرایلي پوځ د لبنان د پوځ خلاف عملیات نه کوي.
امریکايي استازی اېماکس هاکسټین به په بېروت کې د لبنان نګران وزیراعظم نجیب ميقاتي او د لبنان د پارلېمنټ سپیکر نبي بېري خبري اترې کوي.
د اسرایل او حزب الله جنګ د ودرولو د پاره د کوښښونو ترڅنګ، امریکا د لبنان په قانون سازانو دباو اچوي چې حکومتي ادارو د مضبوطولو په غرض دې د هېواد صدر هم منتخب کړي.
د لبنان پوځ د اسرایل او د حزب الله په شخړه کې څه کردار نه دی ادا کړی. اسرایل وايي د عملیاتو هدف يې حزب الله د خپل سرحد نه لرې کول دي چې دا ډول په اسرایل کې د لبنان د پولې سره د نږدې سیمو نه د بې امني په سبب بې کوره شوي خلک خپلو سیمو ته ستانه شي.
د اسرایل خارجه وزیر ازرایل کاټز د ګل، دوشنبې، په ورځ په اېکس وویل حزب الله به په شمالي اسرایل د حملو دروند قیمت ادا کړی دی او ادا کوي به يې. اسرایل وايي حزب الله د ایران په مرسته جنګېږي او کاټز وویل د ایران په پراکسي به تر هغه وخت حملې دوامداره ساتي چې تر څو چې دا تنظیم ختم شوی نه وي.
اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ په بېروت او د لبنان په جنوب کې حملې دوامداره وساتلې. اسرایلي پوځ وویل د حزب الله مالي څانګه القرض الحسن يې په هدف کړې ده. اسرایلي پوځ وايي حزب الله خپلو وسله والو ته د القرض الحسن په زریعه پېسې ورکوي او وسله پې اخلي خو د لبنان ملکي کسان يې هم دمالي خدماتو دپاره استعمالوي.
امریکې هم په القرض الحسن بندیزونه لګولي دي.
په لبنان کې د اسرایل پوځي عملیاتو په هېواد کې د متحده قومونو د امن ساتونکو ځواکونو شکایتونه هم راپارولي دي.
په ورستۍ پېښه کې د ملګرو ملتونو ځواکونو یو اېن ايي اېف ايي اېل وویل د اسرایلي پوځ یو بلډوزر قصداً د یو اېن ايي اېف ايي اېل د څارنې چوکۍ او چارديواري نړولې ده.
یو اېن ايي اېف ايي اېل د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په عسکرو او په مشن دباو باوجود به امن ساتونکي په خپل ځای وي او د منشور مطابق به د سرحد د څارنې او د خبر ورکولو کار سر ته رسووي.