ایش کارټر: د هندوستان سره په یوه فوجي لوظنامه لا کار روان دی

ایش کارټر هندوستان د دورې په مهال د وزیراعمم نرندره مودي سره لیده کاته کوي

ایش کارټر هندوستان د دورې په مهال د وزیراعمم نرندره مودي سره لیده کاته کوي

امریکا او هندوستان په اصولي د فوجي سامان الات په شریکولو موافقه ترلاسه کړې ده خو په دې لړ کې رسمي معاهدې ته به په راتلونکو څو هفتو کې حتمي شکل ورکړی کیږي، دا خبره د امریکې د دفاع وزیر ایش کارټر کړې ده.

د لوجسټک سپورټ ایگریمنټ په نوم لوظنامې د لاندې به د دواړو هیوادونو فوجي ځواکونه شیانو د رسد او د الاتو د مرمت دپاره د یو بل مرکزونو ته رسائي لرلی شي.

مامورین وايي هندوستان سره دغه معاهده به د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ ته نوره هم وده ورکړي او د امریکې دپاره به هندوستان ته خشاک او الات ورکول اسان کړي.

د هندوستان په سرښار نوي دلي د خپل هندي هم منصب سره په شریکا یوې خبري غونډې ته خپله وینا کې ایش کارټر وویل امریکا او هندوستان د ايي ټي یا د کمپیوټر په مد کې هم دوه معاهدې لاس لیک کړې دي. یوه معاهده د حیاتياتي موادو د څارنې په لړ کې ده.

هندوستان د دفاع وزیر منوهر پریکار خبریالانو ته وویل هندونستان سره د جهاز بردار بحري بیړې د ټیکنالوجۍ شریکولو په لړ کې معاهدې دپاره به دواړه هیوادونه یو یا دوه نورې غونډې هم کوي.

د هندوستان یو لوړ رتبه دفاعي چارواکې د وینا ترمخه، د هندوستان سمندري فوج دا وخت دوه جهازبردار بیړې لري خو اراده لري چې د کال ٢٠٢٨ پورې په هیواد کې دننه دریمه بیړه تیاره کړي.

د یو لوړ رتبه امریکائي چارواکو له قوله، څو کاله وړاندې امریکې د هندوستان سره هیڅ دفاعي همکاري نه کوله خو په موجوده وخت کې واشنگټن په نوي دلي د ١۴ ارب ډالرو نه د زیاتو پیسو فوجي سازوسامان خرڅ کړی دی.

ایش کارټر وویل هندوستان سره د امریکا دفاعي همکاري خصوصي نوعیت لري او بنیاد يي په مکمل اعتماد ولاړ دی.