امریکې یو وارې بیا د کشمیر په سر د هندوستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی

  • ایاز گل

اکستان دپاره صدرډانلډ ټرمپ نامزد کړي سفیر وېلیم ټاډ په واشنګټن کې د کانګرس یوې غونډې ته وېنا کې په پاکستان او هندوستان غږ وکړو چې خپل منځو کې تاوتریخوالی دې کم کړي

پاکستان دپاره د امریکې نامزد شوي سفیر وېلیم ټاډ ویلي په کشمیر د هندوستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي د کموولو دپاره امریکا د دواړو ملکونو مذاکراتو کې کردار ادا کولی شي.
امریکايي سفارتکار دغه خبرې په داسې حال کې کړي دي چې هند او پاکستان یو وارې بیا په کشمیر کې د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لګولي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د پاکستان پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د هندي پوځ په ډزو کې یې دوه عسکر ووژل شوو او دا چې د پاکستاني عسکرو په ځوابي ډزو کې د هندوستان درانه تلفات وشول.

د هندوستان د دفاع وزارت ترجمان په پاکستاني عسکرو الزام ولګوولو چې د کشمیر په پونچ سکټر کې یې په هندي ځواکونو وړې ټوپکې او مارټرې وچلولې. ترجمان د تلفاتو په اړه څه وه نه وېل.

پاکستان دپاره صدرډانلډ ټرمپ نامزد کړي سفیر وېلیم ټاډ په واشنګټن کې د کانګرس یوې غونډې ته وېنا کې په پاکستان او هندوستان غږ وکړو چې خپل منځو کې تاوتریخوالی دې کم کړي.

وېلیم ټاډ د نهې، سه شنبې، په ورځ د کانګرس غونډې ته وویل "زمونږ امید دی چې دواړه ملکونه به د تاوتریخوالي کموولو دپاره ضروري ګامونه واخلي. او چنګه چې صدر ټرمپ وړاندیز کړی، مونږ تیار یوو چې که چېرې دواړه فریقېن وغواړي نو په مکالمه کې مرسته وکړوو. "

امریکايي سفارتکار وویل که څه هم امریکا دا وخت د هندوستان سره نژدې تعلقات لري خو ددې دا مطلب نه دی چې دغه تعلق د پاکستان په قیمت قایم دي. هغه زیاته کړه امریکا د دواړو ملکونو سره مظبوط تعلقات غواړي.

د وېلیم ټاډ نه وړاندې خپله صدر ټرمپ هم د هندوستان او پاکستان ترمنځ د منځګریتوب وړاندیز کړی خو هندوستان وايي پاکستان سره په دوه اړخیره مسلو کې د دریمګړي مداخلت نه غواړي. پاکستان د دې برعکس دریځ لري.