ایران ویلي د ایران سره د کال ٢٠١٥ اېټمي معاهده پرځای ساتلو دپاره د یورپي هېوادونو کوښښونه ناکافي دي او د ایران ولس غوښتنه کوي چې د هېواد اېټمي پروگرام دې بیا پېل کړی شي.
دا خبرې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په جرمني کې د میونخ سکیورټي کانفرنس نومې غونډې ته کړي دي. هغه وویل امریکا او اسرائیل غواړي چې د ایران سره جنگ پېل کړي.
د میونخ غونډې ته د اتوار، یکشنبې، په ورځ د جواد ظریف د خبرو نه وړاندې د امریکې نایب صدر مایک پېنس وویل یورپ په ایران کې د "خونړي" حکومت ملاتړ کوي.
د وایس اف امریکا خبریال هېنري رېجوېل د میونخ نه خپل رپورټ کې وايي یورپ دا وخت د نازک وخت نه تېریږي. که یو اخو یورپي هېوادونه د امریکې د خوشحالوولو خیال ساتي نو بلخوا د ایران سره شوي لوظنامه پرځای ساتلو کوښښونه هم کوي خو په ورستیو ورځو کې د یورپ او د ایراني د اېټمي لوظنامې په سر تاوتریخوالی رابرسیره شوی دی.
مایک پېنس وویل یورپي هېوادونو داسې انتظام برابر کړی چې په نتیجه کې یې د "ایران په خونړي انقلابي حکومت" د امریکې په پابندیو کې نرمي کېږي.
یورپي هېوادونو د سپېشل پرپز وهیکل په نوم داسې انتظام پرځای کړی چې ترمخه یې یورپي کمپنۍ د امریکې د بندیزونو پرته هم تجارت کولی شي.
نېجل کشنر د بندیزونو قانون پوهه دی وایي ایران سره د یورپي هېوادونو په انتظام کې د امریکې ډالر کرنسي، امریکايي تنان او هغه شیان نه دي شامل چې امریکې پرې پابندي لگولې ده.
خو ایران د یورپ د دغه انتظام نه نه دی مطمئین. جواد ظریف وویل د ایران سره لوظنامه پرځای ساتلو دپاره چې دریو یورپي هېوادونو کوم انتظام برابر کړی دی ناکافي دی. "که چېرې یورپ غواړي چې د امریکې د خطرناکې یوې اړخېزې څپې خلاف لامبو ووهي نو ځان دې لمبدېدو ته تیار کړي."
یورپ د ایران نه د صبر امید کوي.
نیچل کشنر وویل ایران به صبر وباسي او امید به کوي چې صدر ډانلډ ټرمپ اینده کال بیا منتخب نشي. صدر ټرمپ د ایران سره د کال ٢٠١٥ اېټمي معاهد ختمه کړې او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا لگولي.
د میونخ غونډې ته د مایک پېنس تقریر په یورپ کې دا تشویش راپارولی دی چې امریکا څه لویه منصوبه لري.
د یورپین یونین انسټېټیوټ فار سېکیورټي سټډیز فلورنس گاب وايی په معاهدې د بیا خبرو پرځای په تهران کې د حکومت د بدولو خبره ده.
خو واشنگټن په څرگنده په تهران کې د حکومت د بدلوولو غږ نه دی کړی خو امریکا، اسرائیل او گڼ شمېر عرب هېوادونه په زیاته ازاده توگه د تهران لخوا د خطر خبره کوي.
خو په منځني ختیځ او د امریکې د غوښتنو پرته یورپ د ایران سره لوظنامې سره خپل تړون تر دا وخت پرځای ساتلی دی.