صدر اوباما د امریکائي سینټرانو ایران ته د خط غندنه کړې

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف او د امریکې خارجه وزیر جان کیري. د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم د امریکائي سینټرانو په خط ټکونه وکړل او دا څه قانوني اهمیت نه لري او هڅې پروپیگینډې دپاره لیکلی شوی دی

صد‏ر براک اوباما د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ د ۴٧ سنټرانو د هغه ډلې غندنه کړې ده چې ایران ته يي یو خط کې خبرداری کړی که چرې د هیواد د ایټمي پروگرام په سر امریکا او نورو نړي والو قوتونو سره معاهده لاس لیک شوه نو د صدر اوباما د صدارت ختمیدو ورسته به يي منسوخه کړي.

د گل یا یکشنبې په ورځ وائټ هاوس کې خبریالانو سره د خبرو په وخت د واکمن ډیموکریټک پارټۍ صدر اوباما وویل د ریپبلیکن پارټۍ د سینټرانو خط ښائي دغه ډله ځان د ایران د مذهبي سخت دریزه مشرانو سره برابروي. "دا غیر معمولي اتحاد دی،" براک اوباما وویل.

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم د امریکائي سینټرانو په خط ټکونه وکړل او دا څه قانوني اهمیت نه لري او هڅې پروپیگینډې دپاره لیکلی شوی دی.

تهران ته لیږل شوي خط کې د سینټرانو ډلې وویل که چرې ایران سره امریکا او د نړۍ پنځه ؤ نورو قوتونو د کانگرس د منظورۍ بغیر معاهده لاس لیک کړه نو حيثیت به يي د صدر براک اوباما او د ایران روحاني مشر ایت الله خامنائي ترمنځ د صدارتي فرمان نه زیات څه نه وي.

خط کې ویل شوي د کانگرس د منظورۍ بغیر، راتلونکی صدر ایران سره شوي معاهد د قلم په یو "جنبش" ختمه ولی او د ائنده کانگرس پکې ترامیم هم کولی شي.

تهران ټینگار کوي چې ایټمي پروگرام يي پرامنه او هدف يي توانائي ترلاسه کول دي. د امریکې ترڅنگ ایران سره د معاهدې په لړ مذاکراتو کې بوخت نړي والو قوتونو کې جرمني، برطانیه، فرانس، چین او روس شامل دي.

تیره هفته د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د امریکې کانگرس ته وینا کې ایران سره د مجوزه معاهدې سخت مخالفت وکړو. اسرائیل د ایران دریز نه مني چې ایټمي پروگرام يي بې زرره دی. اسرائیلي وزیراعظم وویل ایران سره معاهده به د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیولو پرځائې د هیواد لاره هواره کړي.

د اسرائیلي وزیراعظم د وینا په ځواب کې صدر براک اوباما وویل بینجمن نیټن یاهو څه نوي خبره نه ده کړې او نه يي څه قابل عمل تجاویز وړاندې کړې دي.