فرانس وايي داعیش په وډیو کې يي شهري لیدل کیږي

٢٦ کلن کسیگ ١٣ میاشتې وړاندې شام کې نیول شوی وو. هغه جنگ ځپلې هیواد کې د خیر ښیگړې کارونه ترسره کول

٢٦ کلن کسیگ ١٣ میاشتې وړاندې شام کې نیول شوی وو. هغه جنگ ځپلې هیواد کې د خیر ښیگړې کارونه ترسره کول

د وسله والې ډلې داعیش لخوا نشر شوی هغه وډیو چې د امریکائي تن عبدالرحمان کسیگ وژل کیدل ښائي قوي امکان دی چې پکې د فرانس یو شهري هم لیدل کیږي. دا خبره یو فرانسوي چارواکې کړې ده.

داخله وزیر برنارډ کیزینیو د گل یا دوشنبې په ورځ ویلي فرانسوي استخباراتي افسرانو د وسله والو د وډیو تجزیه کړې ده او دا گمان کوي چې پکې ٢٢ کلن فرانسوي شهري هم لیدل کیږي. وډیو د عبدالرحمان کسیگ د وژنې ترڅنگ د شام د یو شمیر عسکرو وژنه هم ښائي.

٢٦ کلن کسیگ ١٣ میاشتې وړاندې شام کې نیول شوی وو. هغه جنگ ځپلې هیواد کې د خیر ښیگړې کارونه ترسره کول.

صدر براک اوباما د اتوار یا یک شنبې په ورځ خپل یو بیان کې د کسیگ د وژنې غندنه وکړه او دا يي خالصتاً شیطاني فعل وگرځولو.

ددفاع وزیر چک هیگل خبریالانو ته د کسیگ په هکله وویل چې هغه بې مثاله اقدار او اصول لرل او ددغه اصولو او د ضروت مندو خدمت يي د خپل ژوند قیمت په بدل کولو.

چک هیگل وویل امریکا به اسلامک سټیټ، دولت اسلامي فې العراق و الشام یا داعیش ته ماتی ورکوي.

داعیش په ورستیو میاشتو کې د پنځو غربي وگړو سرونه قلم کړې دي. چې پکې دوه برطانوي شهریان ډیوډ هینز، ایلن هینگ او امریکائي شهریان جیمز فولي او سټیون سیټلاف شامل دي.

د سر قلمولو د نورو وډیوگانو په رنگ د اتوار په ورځ نشر شوي د کسیگ په وډیو کې هم یو وسله وال په برطانوي لهجه کې خبرې کوي. هغه وايي وړمبی امریکائي صلیبي د شمالي شام دابیگ ښار کې خاورو ته وسپارلی شو. هغه خبرداری وکړو چې امریکائي عسکر به هم دا رنگ حالاتو سره مخ کولی شي.

د کسیگ کورنۍ مطبوعاتو ته یو بیان کې وویل چې وسله والو وډیو دې نه نشر کوي.