امریکا او اتحادي ملکونه وايي "وحشیانه" تنظیم داعش ته به ماتی ورکوي

وایټ هاوس ویلي د راکټو د حملې باوجود د کابل هوايي اډې نه د انخلا عمل نه و ودرېدلی

امریکې او د امریکې اتحادي ملکونو ژمنه کړې چې په افغانستان او بل هر ځای کې به داعش وسله والې ډلې ته ماتی ورکوي او د دې "وحشیانه" ډلې په ضد به شریکه د پوځي، استخباراتي، سفارتي او اقتصادي وسایل استعمالوي.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د ګل، دوشنبې، په ورځ د داعش ضد نړیوال ایتلاف غړو ملکونو یو مشترکه بیان خپور کړو چې پکې په کابل کې د داعش په حمله کې د امریکایانو، د برطانویانو او افغانانو په وژل کېدو خفګان او د هغوی کورنیو سره یوالی وښودل شو.

داعش د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې د ځانمرګي حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده. په حمله کې ۱۶۹ افغانان او ۱۳ امریکایان وژل شوي دي.

داعش د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل هوايي اډه د راکټو د حملې ذمه واري هم منلې ده.

د سټېټ ډپارټمنټ په بیان کې وویل شوو د دې "وحشیانه ترهګر تنظیم" ماتی یقیني کولو دپاره به امریکا او ایتلاف ملکونه خپل ټول وسایل استعمالوي.

د رویټرز خبري ادارې وویل د داعش ناشر نومې خبري ادارې په ټېلېګرام چېنل د حملې ذمه واري واخیستله.

داعش وویل وسله والو یې د کابل هوايي ډګر په شپږو کېټیوشا نومې راکټونو ووېشتلو.

د رویټرز ترمخه امریکايي مامورینو ویلي د مزایلو په ضد دفاعي نظام د داعش د راکټونو ونیوله.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایان او ۱۶۹ افغان وژل شوي دي. داعش د دغې حملې ‌ذمه واري هم په غاړه اخیستې ده.

د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) ويلي دغه راپورونه څيړي چې د اتوار/يکشنبې په ورځ (29 اګست) په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې يو ګاډي په هدف کړی شوی، ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

د سېنټکام وياند کېپټن بل اربن د اتوار په شپه يو بيان کې ويلي،"مونږ په دغو راپورونو خبر يو چې په کابل کې زمونږ په هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي دي".