د امریکې صدر براک اوباما په خپلو هیوادوالو غږ کړی چې د شهري او افریقائي امریکایانو د حقوقو علمبردار مشر ډاکټر مارټن لودر کنگ جذبه دې ژوندۍ وساتي او هیواد دې کې د نسلي تعصب ختمولو، اقتصادي مشکلاتو د حل کولو او سماجي انصاف دپاره دې کوششونه جاري وساتي.
واشنگټن کې پنځوس کاله وړاندې شوي د شهري حقوقو مبارز مارلودر کنگ د مارچ په یاد کې دستورې ته تقریر کې صدر براک اوباما وویل ددغو اهدافو په لار کې مشکلات خنډان هم رامنځته کیدی شي خو امریکایان خپل منزل ته د رسیدو توان لري.
د کال ١٩٦٣ د اگست د میاشت په ٢٨ مه نیټه، مارټن لودر کنگ امریکا کې د تورسپوتکو او سپین پوستکو امریکایانو د پاره د برابر حقوقو په حق کې مارچ یا لاریون ویستلی وو چې پکې د دوو لکو نه زیاتو خلکو برخه اخستې وه.
مارچ یا لاریون ته مارټن لودر کنگ "ايي هیو ای ډریم" یا ځما یو خوب په نوم هغه تقریر کړی وو چې تاریخ دان يي د مساوي حقوقو د پاره عظیم ترینه وینا گرځوي.
خپل جذباتي تقریر کې ښاغلي کنگ، چې خپله هم تورپوستکی وو، ویول ځما یو خوب دی چې داسې وخت به راشي چې د پخواني غلامانو او د غلامانو پخواني مالکانو بچي به برابر وي او دا چې د رنگ په ځائې به د یو انسان جاج د هغه د کردار په بنیاد کیږي.
دستوره کې د مارټن لودر کنگ لور، ځوې، خور او د هغه ځېنې نزدو ملگرو او د امریکا دوو پخواني صدرانو، بل کلنټن او جمي کارټن هم شرکت وکړو.
د مارټن لودر کنگ خدماتو ته پیرونې وړاندې کولو په ترڅ کې براک اوباما وویل د مارټن لودر کنگ د کوششونو په نتیجه که نه یواځې د امریکې په سیاست کې تبدیلې راغله بلکه سپینه ماڼۍ کې هم. د ښاغلې اومابا اشاره په څرگنده د امریکې صدر په توگه د هغه انتخاب ته وه. کال ١٩٦۴ کې افریقائي امریکایانو ته د ووټ حق ورکړی شو او کال ٢٠٠٨ کې براک اوباما د امریکې وړمبي تورپوستکې په حېث صدارتي انتخابات وگټل او سپېنې ماڼۍ ته ورسیدو.
براک اوباما وویل هیواد کې د نسلي تعصب د خاتمي د پاره چې مارټن لودر کنگ یو بل سره د مینې او همدردۍ کومې انگارې بلې کړې باید چې وژل کیدو ته پرې نه ښودی شي.
براک اوباما هیواد وویل کې د اقتصادي ناهموارو لکه د خواري کښو د استحصال د ختمولو، هر چا د پاره د معیاري تعلیم او د صحت د اسانیتاؤ د برابرولو د پاره دې کار وکړي شی.
د شورو په ورځ ورځپاڼو کې د هاغه خلکو تاثرات رپورټ شوي دي چې د مارټن لودر کنگ په مارچ کې يي برخه اخستې وه. ځېنې دغه کسان وايي که څه هم ددوي د پاره دغه ډیره جذباتي ورځ وه او هیواد کې د نسلې تعصب د خاتمي په لړ کې دا یو اهم پړاؤ گڼلو خو اوس هم په دې لړ کې د ډیر کار ضرورت دی.