امریکې د غزه او غربې ساحل دپاره اقتصادي منصوبه وړاندې کړي چې فلسطینيانو رد کړه

د منځني ختیځ دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ مشیر جېرډ کشنر ویلي فلسطینیان دا موقع په لاس کې لري چې د فلسطین د غربي ساحل او غزه تړانگې دپاره د هغه وړاندې کړی شوي منصوبه نوره هم بهتره کړي.

جېرډ کشنر د فلسطیني سمیو د پرمختگ دپاره د مېلینونو ډالرو مالیت د "پېس ټو پراسپېرټی" یا د امن نه د سوکالۍ نومې منصوبه وړاندې کړې ده په دې امید چې د دې په نتیجه کې به بالاخر د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ امن قایم شي.

د فلسطیني ادارې صدر محمد عباس او حنان عشراوي

خو فلسطینیانو د ښاغلي کشنر منصوبه رد کړې ده او وايي په دې کې د دوی سیاسي ارزوگانې په پام کې نه دي نیول شوي. جېرډ کشنر چې د صدر ټرمپ زوم هم دی د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې په بهرین کې یوې اقتصادي غونډې ته وویل "دا ضروري ده چې د سیاسي نظر نه مخکې اقتصادي نظر وړاندې کړی شي...ځکه چې غواړو چې خلک وویني چې اینده څنگه ښکاریدی شي."

د جېرډ کشنر ترمخه، د ٥٠ ارب ډالرو د هغه منصوبه به د بنیادي اسانتیاو، سیاحت او سکولونو په مد کې د سرمایه کارۍ دلارې په فلسطینی علاقو، مصر، اردن او لبنیان کې د فلسطینیانو دپاره د روزگار یو مېلین موقعې برابر کړي.

صدر ټرمپ د کشنر منصوبه د دې "پېړۍ لوظنامه" بللې ده او وایټ هاوس ویلي د فلس‍طینیانو دپاره د دې نه وړاندې بل کوم داسې جامع او ارزو مند کوښښ مخې ته نه دی راغلی.

د سرمایه کارانو او د مرسته کونکو ملکونو نه غوښتنه شوې ده چې په منصوبه کې پنگونه وکړي.

فلسطیني ادارې د بهرین په غونډه کې د شرکت نه ډډه وکړه او د کشنر د منصوبې په اړه یې یلي یې دي چې دا "زمونږ د ذهانت سپکاوی" او د حقیقت ته بېخې لری پلان دی.

د فلسطیني ادارې چارواکې او مرکچي مېرمن حنان عشراوي وویل داسې ډول د امن اقتصادي منصوبې د دې نه مخکې هم څو ځله وړاندې کړی شوې دي او اوس یو وارې بیا پېښ کړی شوې ده خو په دې کې د امن د حقیقي نقاتو ذکر نه دی شوی. مېرمن عشراوي زیاته کړه چې په بهرین کې په فلسطیني علاقو د اسرائیل د قبضې بېخي ذکر ونشو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په زرگونو خلکو په غزه او په لږه شمېره کې په غربي ساحل کې د امریکايي حرکت په ضد احتجاجونه وکړل. په مظاهرو کې ځینوخلکو د صدر ټرمپ او د اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو گډاگي وسوزول او نعرې یې پورته کولی چې فلسطین د خرڅون دپاره نه دی.

کشنر وايي که چېرې فلسطیني اداره د هغه په منصوبه کې برخه اخیستل غواړي نو دروازې ورته خلاصې دي. هغه وویل که فلسطیني مشرانو د خپل ولس ژوندونه بهتر کول غواړي نو "مونږ ورته چوکاټ پرځای کړی دی دوی پکې برخه اخیستلی شي او د دغه (هدف) د ترلاسه کولو کوښښ کولی شي...مونږ به خوشبینه پاتې کېږو."

د بهرین په غونډه کې اسرائیل هم شرکت نه درلود خو اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي د فلسطینیانو د منصوبې ردولو د وړاندې تگ لاره نه ده.

د فلسطین په غزه تړانگه کې شا او خوا دوه مېلینه خلک ژوند کوي. غرب ځپلي سیمه د حماس وسله والې ډلې د انتظام دلاندې ده، د بې روزگارۍ شرح پکې ٥٢ فیصد ده، د تعلیم موقعې پکې کمې دي او زیاتره علاقې یې په کنډرو کې بډلې شوې ودانۍ دي چې د اسرائیل په هوايي بمباریو کې په هدف شوې دي.