بلېنکن: د یوکرېن مسله د سفارتکارۍ دلارې حل کېدلی شي

د وي او ای د یو رپورټ ترمخه د امریکې صدر جوبایډن په یوکرېن د روس د یرغل په صورت کې د پوځي ګامونو امکان رد کړی خو د روس صدر ولادېمېر پوټن ته سره یې خبرو کې ویلي که چېرې روس په یوکرېن کې مداخلت وکړو نو امریکا او اتحادیان به پې سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي

د یوکرېن په موضوع د جمعې په ورځ د نېټو د غوڼدې وروسته، د امریکې خارجه وزیر اېټني بلېنکن ویلي د یوکرېن کړکېچ د خبرو دلارې حل کول غوره لاره ده خو که روس په یوکرېن کې پوځي مداخلت وکړو نو سخت ځواب به ورته ورکولی شي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، بلېنکن خبریالانو ته وویل روس د یوکرېن په اړه غلط معلومات خپروي.

بلېنکن د جمعې په ورځ د یوکرېن خارجه وزیر سره خبرې وکړې او د امریکې د ملاتړ ډاډ یې ورکړو.

د یوکرېن په موضوع د نېټو د غونډې ترڅنګ د امریکې خارجه وزیر د یوکرېن همنصب دمېټرو کولېبا سره هم د جمعې په ورځ په ټېلې فون خبرې وکړې او ورته یې د امریکې د ملاتړ ډاډ ورکړو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه کولېبا بلېنکن سره د خبرو په اړه په ټوېټر خپل پېغام کې وویل په دې اړه اطمینان لري چې د نېټو اتحادیان د یوکرېن کلک ملاتړ کوي.

کولېبا دا هم وویل چې اینده هفته د یوکرېن په اړه د روسي چارواکو سره د نېټو مامورینو د خبرو په لړ کې واشنګټن او کیېیو په خپلو دریځونو کې یوالې راوستلو.

د یوکرېن په مشرقي سرحد د روسي ځواکونو ځای په ځای کېدو په سر راپارېدلي تاوتریخوالي د کموولو په اړه به د نېټو سفارتکاران د جنورۍ په دولسمه نېټه په برسلز کې د روسي استازو سره خبرې کوي.

روس د یوکرېن مشرقي سرحد سره قریباً یو لک ځواکونو ځای په ځای کړي دي او د نېټو اتحادي ملکونه تشویش لري چې روس د شوري اتحاد په دغه پخواني ریاست د یرغل تیاری کوي.

روس غواړي چې نېټو به په دغه پوځي اېتلاف کې د شاملېدو دپاره د یوکرېن غوښتنه و نه مني او نېټو به په ختیځ او مرکزي یورپ کې پوځي مداخلت ختم کړي.

روسي استازو سره د خبرو نه وړاندې د نېټو چارواکو د جمعې په ورځ د انټرنېټ دلارې غونډه وکړه چې پکې اېنتني بلېنکن هم شرکت وکړو.

د نېټو د غونډې وروسته بلېنکن په سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې په امریکې خارجه وزارت کې خبریالانو سره خبرې وکړې.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه بلېنکن وویل چې روس د یوکرین په اړه غلطه بیانیه خپروي او د یوکرین په سرحد د ځواکونو پرځای کولو دپاره د جواز په توګه وايي چې یوکرېن جګړه راپارول غواړي.

هغه وویل چې دا د خندا خبره ده چې په دې شخړه کې یوکرین اېشغالګر وګڼل شي.

د امریکې خارجه وزیر وویل چې دیوکرېن د مسلې سفارتي حل اوس هم موجود دی او روسي مامورینو سره د اینده هفتې په خبرو کې د پرمختګ ځای شته دی.

د امریکې او د کېنېډي نه علاوه د نېټو په 30 ملکونو کې دي. د28 نور غړي ملکونه په یورپ کې دي.

د وي او ای د یو رپورټ ترمخه د امریکې صدر جوبایډن په یوکرېن د روس د یرغل په صورت کې د پوځي ګامونو امکان رد کړی خو د روس صدر ولادېمېر پوټن ته سره یې خبرو کې ویلي که چېرې روس په یوکرېن کې مداخلت وکړو نو امریکا او اتحادیان به پې سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي چې د هغه بندیزونو نه به هم سخت وي چې په کال 2014 کې د یوکرېن په کرایمیا سیمه د روس د قبضې وروسته مغربي ملکونو د ماسکو په ضد لګولي وو.

امریکا یوکرېن ته سپکا وسله او جېولېن نومې مزایل ورکوي او وايي یوکرېن یې د خپلې دفاع دپاره استعمالولی شي.

تېره هفته ماسکو وویل په روس د امریکې نوي بندیزوه به د واشنګټن او د ماسکو تعلقات وشلوي.

د روس خارجه وزارت د دې خبرې تصدیق کړی چې روسي مامورین به په برسلز کې د نېټو چارواکو سره ويني.

په یوکرېن د نېټو د غونډې وروسته، خبریالانو سره خبرو کې اېنني بلېنکن په قزاقستان کې په صورتحال هم تشویش څرګند کړو. هغه وویل امید لري چې قزاق چارواکو به حالات قابو کړي.