امریکا کې د بمي چاودنو په تورکې نیول شوی احمد خان رحمي څوک دی؟

د ٢٨ کلن خاندان په نیوجرسي کې د فرسټ امریکن فرايي چکن په نوم ( د سره کړې چرگانو) هوټل خلاص کړی وو

دامریکا نیویارک او نیوجرسي ریاستونو کې د پریشر ککر او پایپ بمونو په د چاودنو کولو په سر په رسمي توگه تورن شوې احمد خان رحمي د اووه کالو په عمر کې امریکا ته راغلی و دهغه پلار ته په افغانستان کې د بې منۍ له وجې په کال ١٩٩٥ کې په قانوني توگه امریکې ته د تگ اجازه ورکړې شوې وه.

د امریکا امنیتي او استخباراتي چارواکو نه تر اوسه د احمد خان رحمي په اړه تر لاسه کړی شوو معلوماتو ترمخه مطبوعاتو ته ویلي شوي دي. د ٢٨ کلن خاندان په نیوجرسي کې د فرسټ امریکن فرايډ چکن په نوم ( د سور کړې چرگ) هوټل خلاص کړی ؤ. مطبوعات وايي دی افغانستان کې پیدا شوی ؤ خو د تیرو اووه دیرشوکلنو راهسې په میلینونو افغانان پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي او زیات امکان ښودل کیږي دې هم پاکستان کې پیدا شوی وي.

احمد خان رحمي کال ٢٠١٠ نه تر ٢٠١٢ پورې د نیوجرسي په ایډیسن کاونټي کالج کې د قانون او انصاف تعلیم کولو خو سند يي ترلاسه نه کړې شو.

سي این این ټي وي د امریکايي چارواکو له خولې وايي رحمي په کال ٢٠١١ کې د امریکا نه بهر سفر کړی ؤ او په دغه کال کې یې د پاکستان په کویټه ښاریه کې واده هم کړی ؤ. د افغانستان کندهار او د پاکستان کویټه ښار کې څو اونۍ پاتې شوی هم و. د افغانستان کندهار او د پاکستان کویټه د افغان طالبانو مهمه مرکزونه گڼل کیږي.

دده په اړه امریکايي چارواکو مطبوعاتو ته یوه بله مهمه خبره داهم کړې وه چې دې داپریل میاشت کال ٢٠١٣ کې پاکستان ته تلې و او په دغه ځل ېی د کال ٢٠١۴د مارچ دمیاشتې پورې شا و خوا یو کال دغه هیواد کې تیر کړی ؤ. امریکايي چارواکي په دې اړه هم پلټنې کوي چې دومره موده کې رحمي چرته د پاکستان او افغانستان سرحدي سیمو سفر خو به نه وي کړی. او داچې چرته د ترهه گرو ډلو نه خو به ېی د تندروۍ تربیه نه وي اخستې.

مطبوعات د چارواکو له خلې وايي احمد خان رحمي کال ٢٠١١ کې د خپلې کورودانې لپاره امریکا ته د راوستو قانوني دستاویزات جمع کړل او کال ٢٠١٢ کې ورته ددې اجازه ورکړې شوه. د نیوجرسي ایالت د کانگرس یو غړی البیو سائرز وايي رحمي ورسره کال ٢٠١۴ کې د پاکستان نه رابطه اوکړه او ورته ېی اووئیل چې دسلام اباد قونصلگري ورته د پاکستاني پاسپورټ مودې ختمیدو له وجې ویزه نه ورکوي.

پولیسو رحمي د گل په ورځ د نیوجرسي په لینډن ښار کې هغه وخت ونیولو کله چې دې د یو کلب مخې ته اوده ؤ او د پاسیدلو سره یې په پولیسو ډزې اوکړې خو پولیسو دې په ځواب کې په پښه او لاس ژوبل کړو او بیا ېی وروسته اونیولو چې داوخت د پولیسو او استخباراتي ادارو د پلټنو دلاندې دی.