امریکائي چارواکی: پاکستان د اوسامه نه بې خبره وو

د امریکې د قامي سلامتیه صلاحکار ټام ډانیلن

د امریکا د قامي سلامتیه یو لوړ رتبه چارواکې وئیلې پاکستان د القاعده مشر اوسامه بن لادن د مودیت په حقله معلومات نه لرل او د اوسامه بن لادن د وژل کیدو باوجود د ترهگرۍ خطر ختم شوی نه دی.

د امریکا د حکومت د قامي سلامتیه صلاحکار ټام ډانیلن په ټیلې وژن خپلو مرکو کې د اتوار په ورځ وئیلې امریکا دا نشې گڼلی چې القاعده ته سټراټیجیکي ماتی ورکړی شوی دی خو د اوسامه بن لادن وژل کیدل په حقیقت کې یو لویه کامیابي ده.

ټام ډانیلن اویل په ایبټ آباد کې د اوسامه بن لادن د کور نه چې کوم مواد په ولکه کې اخستل شوې دي هغه د یو ورکوټې کالج د کتابخانې په رنگ دي او د ترهگرۍ په حقله د استختباراتي معلوماتو تر ټولو لویه زخیره ده.

هغه اویل داسې شواهد نشته چې پاکستان دا معلومات لرل چې اوسامه بن لادن د سرښار اسلام آباد نه یواځې ٦٠ کلومیټره لرې په ایبټ آباد کې پروت دی. خو هغه زیاته کړه چې اوسامه بن لادن په پاکستان کې یقیناً د پلویانو جال لرلو او ددې په حقله باید تحقیقات اوکړی شي.