کيمرون منټر وائي امريکا پاکستان سره مضبوطې اړيکې غواړي

امریکایي سفېر وويل چې امريکا د پاکستان دپارليمنټ لخوا دپاک امريکا اړيکو دنوي سره دجاج اخستو دعمل ستائينه کوي او ورته درناوى لري

په پاکستان کې دامريکې سفير کيمرون منټر دزيارت په ورځ وئيلي دي امريکا پاکستان سره مضبوطې اړيکې غواړي.
په اسلام اباد کې يو سيمينار ته دوينا په مهال امريکائي سفير کيمرون منټر وويل کال 2012م به په پاک امريکا اړيکو کې دښه والي کال وي.
هغه وويل چې امريکا د پاکستان دپارليمنټ لخوا دپاک امريکا اړيکو دنوي سره دجاج اخستو دعمل ستائينه کوي او ورته درناوى لري.
نوموړي دا هم وويل چې امريکا او پاکستان دواړه په افغانستان کې دامنيت په ټينگښت متفق دي او ددغه مقصد لپاره فعاله دي.
دهغه وينا وه دميمو گيټ سکينډل لړ کې جنرل جيمز جون پاکستان ته نۀ راځي.
هغه وويل چې تير کال په دوه اړخيزه اړيکو کې پيچيدگۍ رامينځته شوې.
دسيمينار څخه وروستو ميډيا سره دخبرو په مهال ديوې پوښتنې په ځواب کې کيمرون منټر وويل قطر کې دافغانستان په حواله د پاک امريکا امنيتي چارواکو ترمينځ کومه ځانگړې ليدنه نۀ ده شوې، دنيټو دسپلايۍ پرانستو انحصار په پاکستاني چارواکو او پارليماني فيصله دى کوم چې دپوره کيدو په وروستي پړاؤ کې دي.