زلمی خلیلزاد د کابل وروسته اسلام اباد ته رسیدلی

د افغانستان سولې لپاره د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کابل د سفر وروسته تیره شپه اسلام اباد ته رسیدلی.

اسلام اباد ته د رسیدو وروسته نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي چې د روسي او چینايي چارواکو سره یې په ماسکو کې د خبرو اترو څلورم پړاو پاې ته رسولی.

په ټوېټر په خپل پېغام کې خلیلزاد لیکلي :٫٫ په دغه غونډه کې پاکستاني ډلې هم ګډون کړی. مونږ په دې رضا شوي یو چې د افغانانو د جنګ ختمیدو او د مستقمې سولې راتلو خواهش مرسته وکړو.٬٬

د زلمي خلیلزاد دغه ټوېټ وروسته د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دفتر لخوا خپورشوي یو بیان کې پاکستان یو وارې بیا امریکا ته باور ورکړی چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به پوره پوره مرستې کوي او د افغان جګړې په ټولو ډلو يې غږ کړی چې د تشدد کمولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.

دغه بیان د زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته د رسیدو او د وزیراعظم عمران خان سره د لیدو کتو وروسته خپور شوی.

زلمي خلیلزاد په کابل کې د افغان مشرانو سره د ملاقاتونووروسته تیره شپه اسلام اباد ته رسیدلی. کابل ته د نوموړي دغه سفر تیره میاشت د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د طالبانو سره د خبرو اترو ختمولو د اعلان وروسته لومړی سفر وو.

د پاکستان د وزیراعظم د دفتر لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي: ٫٫ په ثالثۍ کې د یو ریشتوني مرسته کونکي او د افغانستان د یو ملګري هیواد په توګه، پاکستان دې ته تیار دی چې د خپل وسه پورې خپله ذمه واري پوره کړي. چې د سولې لوظنامه څه نتیجې ته ورسیږي.٬٬

په بیان کې وړاندې وېل شوي چې په افغانستان او سیمه کې مستقمه امن او امنیت او د اوږدې مودې پرمختیا د پاکستان په خپلو ګټو کې ده.

د افغان سولې او وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تیره ورځ په یو ناڅافي او غیر اعلان شوي سفر کابل ته د رسیدو وروسته د افغان چارواکو سره جدا جدا لیده کاته کړي.

د کابل د سفر وړاندې د ماسکو غونډه:

په نژدیو ورځو کې نړیوالو سفارتي کوښښونو یو ځل بیا دا تمې ژوندې کړي چې د امریکا او افغان طالبانو تر منځه ودریدلي خبرې اترې به بیرته پېل شي.

د جمعې په ورځ د امریکا ځانګړي استازي د روس سفر کړی وو او هلته يې په څلور ګوندیزه غونډه کې ګډون کړی وو. په دغه سفر کې خلیلزاد د خپل روسي او چینايي همسیال ترڅنګ د پاکستاني چارواکو سره هم لیدلي وو.

د روسې لخوا راجوړې شوې دغه غونډه حدف د دغه هیوادونو لخوا د افغان جګړې د خبرو اترو د لار حل راویستو هڅې بیا پېلول وو.

د ماسکو د غونډې وروسته په یو خپور شوي بیان کې وېل شوي وو چې ټولو هیوادونو د افغان جګړې په ټولو ډلو غږ کړی چې سمدستي دې تشدد پریږدي او د سولې خبرو اترو لپاره دې مناسب ماحول جوړ کړي.

په بیان کې وېل شوي وو چې روس، چین او پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځه د سولې خبرو اترو زر تر زره پېلولو پوره مرستې کوي. او زیاته کړې يې وه چې دغه خبرې به د افغانانو تر منځه د خبرو اترو لار هواره کړي.

د روانې میاشتې په پېل کې اسلام اباد د امریکا او افغان طالبانو ترمنځه غیر رسمې خبرو اترو کوربه توب کړی وو. که څه هم د دغه ملاقاتو وروسته نه خو امریکا او نه هم طالبانو د دغې غونډې ښکاره پخلی کړی او نه يې دا ویلي چې په دغه غونډه کې په کومو موضوعاتو خبرې شوي. خو پاکستاني چارواکو ویلي وو چې دوي د دغه غونډې په راجوړلو کې مرسته کړې وه.