د امریکا ځانګړي استاذي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د پاکستان پوځي مشر قمر باجوه سره د افغانستان سولې په اړه لیدلي 

د پاکستان سرکاري رېډیو د رپورټ ترمخه د دواړو مشرانو په ملاقات کې په سیمه ایز امن، د پاک افغان پولې د انتظام،افغان سولې عمل او افغانستان کې د مستقل امن په موضوعاتو خبرې اترې شوي دي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استاذي زلمي خلیلزاد د ګل / دوشنبې په ورځ په پوځي مرکز راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره لیدلي دي.

د پاکستان سرکاري رېډیو د رپورټ ترمخه د دواړو مشرانو په ملاقات کې په سیمه ایز امن، د پاک افغان پولې د انتظام،افغان سولې عمل او افغانستان کې د مستقل امن په موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.

د پاکستان په د حکومتي رېډیو په وېب پاڼه ویلي شوي دي چې په ملاقات کې د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان هڅې ستایلی شوي.

د امریکا د ځانګړي استاذي او د پاکستان د پوځي مشر ترمنځه دا تازه ملاقات په داسې وخت شوې دی چې په افغانستان کې د تشدد پېښې زیاتې شوي او نن د ګل په ورځ هم په کابل پوهنتون برید کې ۱۹ کسان وژلي شوي اونزدی ۲۲ نور ژوبل کړی شوي دي.

د خالي/ شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې یوناما ویلي وو چې په افغانستان کې په روان تاو تریخوالي کې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي او زیاته کړی یې وه په تیرو نهو میاشتو کې په هرو لسو وژل شوو ملکي کسانو کې څلور ښځې او ماشومان دي.‌

په اعلامیه کې د ټولو ډلو غوښتنه شوې چې د سولې لپاره رامنځ ته شوي تاریخي فرصت نه ګټه واخلي او تاو تریخوالی کم کړي.

د امریکا ځانګړي استاذي زلمي خليلزاد تېره اوونۍ د سیمې د سفر وروسته ویلي وو چې سیمه ييز وران کاري د خپلو ناجايزهګټو دپاره افغانان د مردکيو او بارودو په توګه کاروي. وینه تویول باید ودرول شي.

زلمې خلیلزاد د ۱۲ ستمبر نه په دوحا قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د پېل شوو لیدنو په محال څو وارې د قطر،افغانستان او پاکستان سفر کړی او هڅې کوي چې د بین الافغاني خبرو لپاره اختلافونه راکم کړي خو تر اوسه دواړه خواوې دسولې د باضابطه خبرو نه وړاندې په لارښونو نه دي سلا شوې.

تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان خارجه وزیرانو حنیف اتمر او شاه محمود قرېشي هم د ټیلیفون د لارې په دواړهخیزه اړیکو او د افغان سولې په موضوع خبرې کړی وې.

وروسته د پاکستان خارجه وزیر د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن ته ویلي وو چې اتمر سره يې خبرې شوي چې ترهګر دپاکستان پرضد د افغانستان خاوره استعمالوي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بیا ویلي وو چې په دغو خبرو کې د افغانانو دپاره د ويزو سېوا کولو په امکاناتوخبرې شوي او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې د خبرو او په دغه اړه د دواړو هېوادونو په اړیکو بحث شوی.