د امریکا د پخوانی نائب صدر او د پاکستان د یو ساربان د دوستۍ قیصه

دا کراچۍ کې د کال ١٩٦١ یوه ورځ وه، د اوښ ساربان بشیر احمد هم لکه د سلگونو نورو خلکو د ښار د یو سړک په غاړه ولاړ وو چې د ښار په دوره د امریکا نائب صدر لېنډن جانسن هرکلی وکړي او یا يي یو نظر ویني. ساربان ته به نه وه معلومه چې د سړک په غاړه د هغه ولاړه به د څو سمندرو پورې نه راغلې ددغه میلما په ملگرتیا کې بدله کړي.
خو تقدیر هم دغه رنگ لیکلې وه. بشیر ساربان او لېنډن جانس ملگري شول.
کله چې لېنډن جانسن خپل موټر کې په سړک تیریدو، بشیر، پخپل اوښ ریړه ناست، لکه د نورو خلکو په هرکلې کې لاسونه پورته کړل. د میلما نظر په ساربان پریوځي، موټر ودروي، راښکته کیږي او بشیر ته لاس ورکوي.
او ددغه مصافې او د څو شېبو خبرو اترو ورستو دواړه ملگري شي، د نړۍ د یو لوې طاقت نائب صدر او د کراچۍ یو خواري کښ دوستان شي.
د شاه او د فقیر یا د "غریب عبدالرحمان او د عزیز خان" د مصداق د بشیر ساربان او د لېنډن جانس د دوستۍ دغه قیصه د تاریخ د تیرو هیرو پاڼو نه د امریکا مشیگن ریاست کې میشته پاکستانۍ میرمن الماس اختر راویستې ده. الماس اختر بلاگ لیکونکې او سماجي کارکن ده. هغه وايي ددواړو هیوادونو تعلقات هم دغه رنگ د حکومتونو پرته په اولسې کچه برابرول پکار دي.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې الماس اختر وايي کراچۍ کې د لیده کاته ورسته لېنډن جانسن بشیر ساربان واشنگټن ته په سرکاري دوره راوبللو. د واشنگټن په سفر ساربان د وائټ هاوس یاسپېنې ماڼۍ او د لنکن یادگار دوره کوي او د لېنډن جانسن سره ټیکساس ریاست کې د هغه شخصي کورته ځي او د هغه سره ډوډۍ خوري.
امریکا د دورې نه وطن ته د ستنیدو نه وړاندې په لار بشیر ساربان د واشنگټن په خرڅ سعودي عرب کې حج کوي.
الماس اختر وايي هغه څو کاله وړاندې د بشیر ساربان د قیصې نه هله خبر شوه چې د ساربان یو وراره په اخبار کې ددغه پخوانۍ قیصې ذکر کړی وو او د کورنۍ جذبات يي بیان کړې وو.