د امریکا د کانګرس غړی ټید پو: پاکستان دې د ترهګرۍ ملاتړی هیواد وګرځول شي

ښاغلي پاو وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي پاکستان دې د ترهګرو ملاتړی هیواد وګرځول شي او پدې اړه به یو وارې بیا د امریکا کانګرس ته قانون وړاندې کو

د امریکا په کانګرس کې د بهرنیو چارو ضمني کمېټۍ مشر ټیډ پاو وایي پاکستان امریکا او چین دواڼو ته دوکه ورکوي.

ښاغلي پاو وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي پاکستان دې د ترهګرو ملاتړی هیواد وګرځول شي او پدې اړه به یو وارې بیا د امریکا کانګرس ته قانون وړاندې کوي.

نوموړي تیره کال هم په کانګرس کې هغه قانون وړاندې کړی وه په کوم کې چې د پخواني صدر بارک اوباما انتظامیې نه غوښتنه شوې وه چې پاکستان دې د ترهګری ملاتړی هیواد وګرځول شي.

ټیډ پاو وايي د پاکستان پوځ د امریکا نه پېسې اخلي او هغه بیا په افغانستان کې د ترهګرو لاسونو ته ورځي.

دغه مرکه کې ټیډ پو وایې داعش ته د ماتې ورکولو لپاره ټولې نړۍ ته را یوځای کیدل پکار دي ځکه چې دا توند لارې ډله ټولې نړۍ ته خطر دی.

دی وايي هیله لري د صدر ډنالډ ټرمپ نوې پالیسئ تر مخه به په شام کې ددې ډلې پرضد عملیات زیات کړای شي.

دغه مرکه کې ټیډ پو د صدر ډنالډ ټرمپ اوو مسلمانو هیوادونو په اړه د سفري بندیزونو حکم به واپس واخیستل شي او هیله یې څرګنده کړه چې داسې یوه نوی صدارتي حکمنامه به عملي شي په کومه کې چې عمومي بندیزونو ته نه بلکه امریکا ته پیښو مخصوصو ترهګر خطرو ته ځواب ویلی شوی وي.